IQNA

په ترکیي کې د قرآن کریم د تلاوت د کلنۍ سیالۍ لپاره د نوم لیکنې پيل

5:21 - December 30, 2020
د خبر لمبر: 3483943
تهران (ایکنا) - د ترکیي حکومتي تلویزیون TRT1 چینل په دغه هیواد کې د قران کریم د تلاوت د کلنۍ د سیالۍ لپاره د نوم لیکنې د پيل خبر ورکړ.

د ترکیي حکومتي تلویزیون TRT1 چینل خبر ورکړ چې د ترکیي د قرآن کریم د سیالو په دې دوره کې ګډون د ټولو ترک او په ترکیي کې میشته له نورو ملیتونو لپاره ازاد دی.
ټاکلې شوې ده، د ګډون کونکو د ټاکلو پيل به د راروان کال د رمضان میاشتې سره سم پيل او دا سیالې به د رمضان میاشتې په ۲۷ نیټه ګټونکو ته د جایزې په ورکولو سره تر پای ورسیږي.
د دې دورې په وروستۍ سیالو کې، د استامبول د چاملیجای جامع جومات مؤذن حسین اکبولوت، لومړۍ مقام ترلاسه کړۍ و.
په ترکیي کې میشت مینه وال کولې شي په دې مقابلو کې ګډون لپاره په ۰۵۰۵۰۱۸۸۵۰۰شیمره واټس ایپ پيغام او یا www.trt1tilavet.com له سایټ ایمل سره نوم لیکنه کولې شي.
3944220

captcha