
په هندوستان کې د نړۍ له ترټولو کوچینو یو جومات په تلنګانه ولایت کې دی.
دا جومات د حیدر آباد ښار د کیشان باغ له سیمې سره نږدې په یو غونډي کې جوړ شوې دی او یوازې ۱۰ مربع متر مساحت لري. د دې جومات په اړه باور دا دۍ چې د دې د جوړولو حکم اورنګ زیب(د ۱۰۶۷کال له ۱۱۱۸کال ترمینځه د هند شپږم مغول باچا) ورکړې و.
دا جومات له یوې کوټې او دوه منارو سره یوازې له کاڼو جوړ شوې دی. دا دومره کوچنې دی چې له پنځه لمونځ کونکو په کې بل کس لمونځ نشي کولې، د دې جومات شاوخوا ډیره حیرانونکې او ښکلې ده.
دا جومات تر ډیرې مودې له پامه غورځول شوې و او د دې ځینې برخې ویجاړې شوې دي. دې ته په پام سره چې دا جومات د نړۍ له ترټولو کوچینو د یو جومات په توګه پیژندل شوۍ خو ځینې په دې باور دي چې د بوپال ښار یو جومات د نړۍ تر ټولو کوچنې جومات دې.