
محمد اشرف غني په دغه کتنه کښې وويل، د خلقو د مختلفو پرګنو نظرونه، د صلحې د لوې مشاورتي جرګې صلاح مشورې او اساسي قانون د دغه ټمي د صلاحيت حدود او اېجنډا ټاکي.
په داسې حال کښې رپوټونه د صلحې د بهير د خرابولو لپاره د افغان ولسمشر د هلو ځلو ښودنه کوي اشرف غني مذاکراتي ټيم ته اطمينان ورکړ چې د حکومت پوره ملاتړ ورته حاصل دے.
يو بل خبر دا چې د افغانستان د مذاکراتي ټيم غړې مېرمن فوزيه کوفي ويلي وو چې د افغانستان د راتلونکي نظام په سر د ځينو شخصيتونو او حکومت ترمېنځ اختلاف شتون لري او دغه ټيم تراوسه د دواړو خواو ترمېنځ اجماع پېدا نه کړې شوه.
د دغه ټيم يو بل غړي عبدالحفيظ منصور هم د افغان حکومت له دريځ سره په مخالفت کښې وويل؛ د صلحې د ټينګښت او د جنګ د خاتمې لپاره پکار دے د نظام او د انساني ارزښتونو د چوکاټ په ساتنې سره د موقته حکومت لوري ته لاړ شوو.
وروستي خبرونه ښودنه کوي چې دوحې ته د اشرف غني د صلحې د مذاکراتي ټيم سفر چې ټاکل شوې وه نن ترسره شي سبا ته وځنډېد.
2425563