IQNA

اشرف غني:

له طالب ډلې سره خبرې اترې پکار دے د قانون په چوکاټ کښې وي

15:22 - January 04, 2021
د خبر لمبر: 3483955
تهران (ایکنا) - افغان ولسمشر له طالب ډلې سره د حکومت د صلحې له مذاکراتي ټيم سره په کتنه کښې تاکيد وکړ، د صلحې د بهير کاميابي يوازې د اساسي قانون په چوکاټ کښې امکان لرونکې ده.
محمد اشرف غني په دغه کتنه کښې وويل، د خلقو د مختلفو پرګنو نظرونه، د صلحې د لوې مشاورتي جرګې صلاح مشورې او اساسي قانون د دغه ټمي د صلاحيت حدود او اېجنډا ټاکي.
په داسې حال کښې رپوټونه د صلحې د بهير د خرابولو لپاره د افغان ولسمشر د هلو ځلو ښودنه کوي اشرف غني مذاکراتي ټيم ته اطمينان ورکړ چې د حکومت پوره ملاتړ ورته حاصل دے.
يو بل خبر دا چې د افغانستان د مذاکراتي ټيم غړې مېرمن فوزيه کوفي ويلي وو چې د افغانستان د راتلونکي نظام په سر د ځينو شخصيتونو او حکومت ترمېنځ اختلاف شتون لري او دغه ټيم تراوسه د دواړو خواو ترمېنځ اجماع پېدا نه کړې شوه.
 د دغه ټيم يو بل غړي عبدالحفيظ منصور هم د افغان حکومت له دريځ سره په مخالفت کښې وويل؛ د صلحې د ټينګښت او د جنګ د خاتمې لپاره پکار دے د نظام او د انساني ارزښتونو د چوکاټ په ساتنې سره د موقته حکومت لوري ته لاړ شوو.
وروستي خبرونه ښودنه کوي چې دوحې ته د اشرف غني د صلحې د مذاکراتي ټيم سفر چې ټاکل شوې وه نن ترسره شي سبا ته وځنډېد.
2425563
captcha