IQNA

په ختیځ تکزاس کې په کلیسا برید کې درې تنه مړه او ټپیان

16:32 - January 04, 2021
د خبر لمبر: 3483959
تهران (ایکنا) - په ختیځ ټیکساس کې په یوه کلیسا د نامعلومو وسله والو په ډزو کې درې تنه مړه او دوه نور ټپیان شوې دي.

د امریکې پولیسو یو سړۍ د یکشنبې په ورځ(۱۴ مرغومۍ) د ټیکساس ولایت د استارویل چرچ د پادري د وژلو په تور کې نیولۍ دی.
د امریکې د پولیس په وینا، دې کس په کشیش ډزې وکړي او هغه یې ووژلو او له دغه ډزو دوه نور کسان ټپیان شول. هغه د کشیش له قتل وروستو، کلیسا ته د خلکو د مرستو ډک له سور بیګ سره، ځان په یو تشناب کې پټ کړ.
د تکراس د اسمیت سیمې د پولیسو د مرکز مشر لري اسمیت په دې اړه وویل: ددې نامعلوم کس په لاس د کشیش له مړینې مخکې، خپله وسله د هغه په لور نیولې وه او له هغه یې غوښتنه کړې وه ترڅو له خپل اقدام ډډه وکړي خو دې کس په کشیش برید وکړ او د کشیش وسله ترلاسه کولو ورستو یې په هغه ډزې وکړې او هغه یي قتل کړ.
په دې پیښه کې دوه نور کسان هم ټپیان شول چې یو په ډزې له لګیدو او بل په مځکې پریوتو سره ټپی شوی.
د پولیسو په وینا، دا کس د کشیش په موټر کې د پیښې له ځایه وتښتیدو خو پولیسو د هغه تعقیب وکړ او هغه یې ونیولو.
3945561

captcha