IQNA

د کویټه د وژل شویو کسانو د خپلوانو پرلتۍ دوام لري

14:56 - January 05, 2021
د خبر لمبر: 3483966
تهران (ایکنا) - د پاکستان د بلوچستان صوبې په «مچ» سیمه کښې د وسله والو ترهګرو لخوا د یوشمیر شیعه هزاره مسلمانانو له وژل کیدا وروسته په زرګونو اعتراض کونکو له جنازو سره یوځاې د دریمې(۳) ورځې لپاره خپلې پرلتۍ ته دوام ورکړی او د حمله کونکو د نیولو غوښتنه یې کړي ده .
د پاکستان په بلوچستان صوبې په تیره بیا کویټه ، مستونګ او مچ سیمو کښې له تیرو څو کلونو راهسې د ترهګرو ډلو په په تیره بیا د سپاه صحابه ، لشکر جهنګوي او دوې ته د نورو وهابي ترهګرو ډلو  لخوا د شیعه مسلمانانو وژله روانه ده او تراوسه هیڅ ټروریسټ نه نیول شوی او نه سزا شوی دی .
د پاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد چې د لومړي وزیر عمران خان په غوښتنه کویټه ښار ته تللی دی د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خبرې وکړې او ورته یې وویل حکومت د بلوچستان صوبې د حکومت د استعفا ورکولو له غوښتنې پرته د اعتراض کونکو د ټولو غوښتنو منلو ته تیار دی او له پرلتۍ وهونکو یې وغوښتل چې اعتراض پاې ته ورسوي او د مړو کسانو جنازې د خاورو ته د سپارلو غوښتنه وکړه .
د پاکستان د کویټه د هزار قوم مشرانو د کورنیو چارو د وزیر غوښتنه رد کړه او له سخت ساړه سره سره چې د تودوخي درجه منفي اته (۸) سینټي ګریډه ده خپلې پرلتۍ او اعتراض ته دوام ورکړی دی چې پکښې ښځې او ماشومان شامل دي .
د کویټه د شیعه هزار قوم غړي د بلوچستان صوبې د حکومت د استعفا کیدا او د مچ د غمیزې په هکله د قضايي تحقیق د ترسره کیدا غوښتنه کوي .
د کویټه د هزاره قوم یوې (۱) میرمنې معصومه یعقوب علي  چې په پوهنتون کښې زده کړې کوي او پینځه خپلوان یعني ورور او  څلور(۴) نور خپلوان یې په مچ پیښې کښې وژل شوي دي وویل زمونږ په کورنۍ کښې اوس هیڅ نرینه سړی نه دی پاتې شوی چې زما د مشر ورور او د نورو څلورو (۴) خپلوانو جنازې خارو ته وسپاري .
د پاکستان د کویټه د شیعه هزاره قوم غړیو ویل دي د دوې پرلتۍ به تر هغه وخته پورې دوام ولري تر څو چې لومړی وزیر عمران خان د خبرو اترو لپاره نه وي  ورغلی او د حمله کونکو د نیولو لپاره یې عملي ګام نه وي پورته کړی .
 ډان نیوز
captcha