IQNA

د "د جنت ښځه" د فلم ښودلو هدف دا دی چې په اسلامي امت کې تفرقې رامینځته کړي

6:59 - January 08, 2021
د خبر لمبر: 3483971
تهران (ایکنا) - د پاکستان له عالمانو او د دې هیواد د لومړي وزیر مرستیال علامه طاهر محمود اشرفي وویل: د "د جنت ښځه" د فلم ښودلو هدف په اسلامي امت کې تفرقه اچول دي.

د پاکستان د لومړي وزیر په مذهبونو کې د همغږۍ مرستیال علامه طاهر محمود اشرفي د پنجاب د عالمانو د شورا او د مینځني ختیځ د چارو مشر د انګلسي شیعه لخوا د جنت د ښځې د فلم جوړول په اسلامي امت کې د تفرقې اچولو لامل وګڼلو.
هغه زیاته کړه: له دې مخکې په ۲۰۱۹کال کې هم د جنت ښځه ته ورته یو فلم کې هڅه شوې وه، خو ولې خپلو پایلو ته ؤ نه رسید.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال څرګنده کړه: په دې فلم کې د اختلافي مواردو ښودل د نړیواله شیطاني استکبار اقدام دی او د نړۍ د مسلمانانو ترمینځه د تفرقې او اختلاف اچولو په هدف سره دا فلم جوړ شوې او د بیلابیلو مذهبونو عالمانو او رهبرانو دغه شیطاني توطئه غندلې ده.
د جنت ښځه فلم د خدام المهدي ډلې لخوا د یاسرالحبیب په څارنه او له یو شمیر اروپایي فنکارانو په ګډون سره په انګلیسي ژبه کې جوړ شوې دی.
د دې فلم بهیر، د داعش او تکفیري سلفي غورځنګونو جوړیدل د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله له وفاته وروستو د سقیفه جوړیدل د انحراف لاامله دي او هدف یې دا دۍ چې کتونکو ته ووایي داعش او تکفیري غورځنګونه له سني او سقیفه افکارو زیږیدلې دي.
3946359

captcha