IQNA

په ایران کې نور ۸۷کسان دکرونا قرباني شوي دي

16:44 - January 19, 2021
د خبر لمبر: 3483994
تهران (ایکنا) - په نړۍ کې په کروناویروس دککړوکسانو شمیر تر دې دمه څه دپاسه شپږ نوی میلیون تنو ته زیات شوی او دغه راز څه دپاسه دوه میلیون ککړو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او کابو نهه شپیته میلیون ککړ کسان هم په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
د ایران د روغتیائي چارو د وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري نن په هیواد کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو د وروستیو احصایو په اعلانولو سره  وئيلي دي،د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس،په تیرو ۲۴ساعتونو کې   په کرونا نور پنځه زره  نهه سوه اولس ککړ کسان پیژندل شوي دي  چې له دوي  پنځه سوه اتلس ککړ کسان په روغتونونو کې بستري شوي او نور رخصت شوي دي .میرمن سیماسادات لاري  دغه راز  وئیلي په هیواد کې تر دې دمه په کرونا د درستو ککړو کسانو شمیریو میلیون درې لکه دوه څلویښت زره  یو سل پنځه دیرس تنو ته زیات شوی دی .  هغې همداراز ددې خبرې په کولو سره چې له بده مرغه په تیر شواروز کې په کرونا ککړو ۸۷کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی ، وئيلي دي ، په ټول کې تر دې د مه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر شپږ پنځوس زره  او نهه سوه درې اویاؤ تنو ته زیات شوی دی .
په نړۍ کې  په کروناویروس دککړوکسانو شمیر تر دې دمه څه دپاسه شپږ نوی میلیون تنو ته زیات شوی  او دغه راز  څه دپاسه دوه میلیون ککړو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی  او کابو نهه شپیته میلیون ککړ کسان هم په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي.
تهران راډیو

captcha