تهران (ایکنا) - د مینځني ختیځ دکلیسا د شورا لیک چې د سورئې د ولس په ژوند کې د امریکا د بندیزونو د منفي اغیزو په باب دملګروملتو دبشري حقوقو د لوړې کمیشنرې میرمن آلینا دوهان د راپور په اساس،د مینځني ختیخ د کلیساګانو د شورا د عمومي منشي میشل عبس او دیونان د دایګناټیوس پشمول د مینځني ختیخ دکلیساګانو دیوشمیر مشرانو، دینی او سیاسی او ټولنیزو مشرانو په وسیله منظم شوی ، او لاسلیک شوی دی .
د سورئې سانا رسمي خبري آژانس راپور ورکړ د مینځني ختیځ د کلیساګانو مشرانو ،دیني مراجعو او شورا د امریکا پر نوي ولسمشر غږکړی ، څو د سورئې د ولس په ضد د ې دسپینې ماڼۍ لګیدلي یو اړخیز بندیزونه لغوه کړي .
د مینځني ختیځ د کلیساګانو شورا، مشرانو او دینی مراجعو د امریکا نوي ولسمشر جوزف بایډن ته په یوه لیک لیږدولو سره ، د سورئې د ولس په ضدد لګولو شوواقتصادي بندیزونو په باب چې هره ورځ د دیوه باعزته ژوند د تیرولو لپاره د ددوي دحق خلاف ورزي او په دغه هیواد کې د یوې انساني غمیزې د رامینځةکیدا داحتمال لازیاتوي ، خبرداری ورکړ .
د مینځني ختیځ دکلیسا د شورا لیک چې د سورئې د ولس په ژوند کې د امریکا د بندیزونو د منفي اغیزو په باب دملګروملتو دبشري حقوقو د لوړې کمیشنرې میرمن آلینا دوهان د راپور په اساس،د مینځني ختیخ د کلیساګانو د شورا د عمومي منشي میشل عبس او دیونان د دایګناټیوس پشمول د مینځني ختیخ دکلیساګانو دیوشمیر مشرانو، دینی او سیاسی او ټولنیزو مشرانو په وسیله منظم شوی ، او لاسلیک شوی دی .
د امریکا مشرانو جرګې د۲۰۱۹کال په دسمبر کې دسورئې په بندیز کې د قیصرقانون: تصویب کړی ، او ډونالډټرمپ هم دغه قانون د۲۰۱۹کال ددسمبر په شلمه نیټه لاسلیک او اجرا کړ او همداراز د امریکا خزانې وزارت هم دسورئې په شد یو شمیر نور بندیزونه لګولي او دغه راز ئې یو شمیر کسان او اورګانونه هم په تورلیسټ کې ورزیات کړي دي .
تهران راډیو