IQNA

د فلسطین اسلامي جهاد د ښځو څانګې فعالیتونه پراخیږي

17:37 - January 30, 2021
د خبر لمبر: 3484026
تهران (ایکنا) - د صهیونیسټ رژیم پروړاندې په مبارزه کښې د ښځو د رول او فعالیت پیاوړتیا په خاطر، د فلسطین اسلامی جهاد غورځنګ په غزه کښې د دغه غورځنګ د میرمنو کمیټو د رییسانو ټاکنه ترسره کړه.

د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ له عامه اړیکو څخه ، غورځنګ یو بیان خپور کړ چې ټینګار یې وکړ چې ټاکنې د جنوري په 28د غزې تړانګې په پنځو والیتونو کې ترسره شوې.
په دې ټاکنو کې ، د غزې په تړانګه کې د غورځنګ د میرمنو د حرکت مشرتابه کمیټې غړي او د غزې په ولایت کې د غورځنګ د پنځه تنظیمي برخو رهبري کمیټې وټاکل شوه.
د ښځو د کمیټو د مشرانو ټاکنې د خوځښت د سیاسي دفتر د ټاکنو کمیټې تر نظر لاندې او په مثبت فضا کې ترسره شوې، چې د مستقیم آزاد انتخاباتو په ترسره کولو کې او د اسلامي جهاد تحريک د رهبري مقاماتو مستقیم مسؤلیت او دقت په نښه کوي.
په دې بیان کې، د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ په داسې حال کې چې په بیلابیلو برخو کې د ښځو د دریځ او مسؤلیتونو دفاع کوي، د دې ټاکنو بریا او ستاینه وکړه.
3950652

captcha