IQNA

په کابل کې په یوه ورځ کې دوې چاودنې

6:38 - February 07, 2021
د خبر لمبر: 3484050
تهران (ایکنا) - افغان امنیتي چارواکو اعلان وکړ چي په کابل کې د پولیسو پر یو موټر چاودنه شوې.
په کابل کې د پولیسو ویاند فردوس فرامرز افغان رسنیو ته وویل چې پرون تر غرمې وړاندې ۱۰ بجې او ۴۱ دقیقې د کابل ښار د ۱۱ مې ناحیې اړوند د خیرخانې د لومړۍ حصې په ګولاي سیمه کې پر یو رنجر موټر چاودنه وشوه، چې یو پولیس پکښې وژل شوی دی.
نن سهار یوه بله چاودنه هم د کابل په ښار کې د هندوانو پر دوکان شوې وه چي شپږو ولسي وګړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د چاودنې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
تر دې وړاندې هم په کابل ښار کې هدفي بریدونو او چاودنو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تهران پښتو راډیو
captcha