د عراق د میسان ولایت د قرآني انجمن ادارې شورا په یوه بیانیه کې وویل: دا سیالۍ په ډلیز شکل او د حفظ، تلاوت، تفسیر او مداحي په برخو کې ترسره کېږي.
په دې بیانیه کې راغلې دي: د دې سیالو په دریمه دوره کې چې د میسان ولایت په کوربتوب سره د عراق په ختیځ جنوب کې ترسره کېږي د دغه هیواد له څوارلسو ولایتونو استازي شتون لري.
په دې سیالو کې د عراق جنوب د قرآن وتلې داور او استاد شسخ عدنان صالحي د دې سیالو د داورانو کمېټۍ مشري په غاړه لري او د تجوید د قواعدو برخې داور رافع العامري، د وقف او ابتداء برخې داور شیخ خیرالدین الهادي، د غږ د برخې داور یحی الصحاف، د حسن حفظ برخې داور علي المیاحي، د تفسیر د برخې داور میثم الکعبي او د مداحۍ د برخې داور عمار الکناني دی.
3952228