IQNA

نوي پړاو ته د یمن د جنګ د ورننوتلو نښې نښانې :-

20:19 - February 12, 2021
د خبر لمبر: 3484066
تهران (ایکنا) - داسې ښکاري چې د یمن پرضد د سعودي عربستان د ائتلاف جنګ نوي مرحلې ته ورننوتلی دی .
د سعودي عربستان ائتلاف د دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادي کال د مارچ د میاشتې په شپږویشتمه (۲۶) نیټه د یمن پرضد جنګ پیل کړ .
د دغه جنګ اصلي علت د یمن د قدرت په جوړښت کښې د انصار الله غورځنګ د موقعیت د پیاوړتیا په بهیر د عربستان د ال سعود رژیم خپګان و. د یمن انصار الله غورځنګ په حقیقت کښې د ولسي غوښتنو په ملاتړ کولو سره په خپل هیواد کښې د حقیقي جمهوریت د رامینځته کولو کوشش کاوه خو د سعودي عربستان د حکومت هویت او ذات له ډیموکراسۍ او د ولسي حکومت له رامینځته کیدا سره  په تضاد کښې دی .
په همدې اساس له یمن څخه د انصار الله د څنګ ته کولو په هدف سره د دغه هیواد پرضد د سعودي عربستان غیرقانوني جنګ پیل شو کوم چې په راتلونکي میلادي میاشت(مارچ) کښې اوم (۷) کال ته ورداخلیږي .
د یمن د جنګ د شپږم(۶) کال د ختمیدا په درشل کښې د بدلونونو بهیر په دې ډول دی داسې ښکاري دغه جنګ نوي مرحلې ته ورننوتلی دی .
د  سعودي عربستان او د یمن د ملي ژغورنې د حکومت جګړه  هماغه راز دوام لري .
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل د هیواد دافع هوا ځواک د تیریګر سعودي ائتلاف یوه(۱) بې پایلوټه الوتکه سي ایچ څلور(ch-4) چې د چین جوړه وه نسکوره کړي ده .
د عربستان دغه بې پایلوټه الوتکه د یمن د مارب ولایت په «مدغل» سیمه کښې د هیواد په هوايي حریم کښې په غلیمانه اقداماتو بوخته وه چې په توغندي سره وویشتل شوه او نسکوره شوه .
دا په داسې حال کښې دي چې د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف پرون په مارب ولایت کښې په« صراوح» ولسوالۍ باندې  چې د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د پوځ د ځواکونو د پرمختګونو کتونکي ده پینځویشت (۲۵) ځله بمبارې وکړې .
په عین حال کښې د یمن پوځ او ولسي کمیټیانې هم د سعودي عربستان پرضد بریدونو ته دوام ورکوي .
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع بیګا د سعودي عربستان په« باچا خالد» هوايي اډې باندې د توغندوي حملې په تائیدولو سره وویل د یمن د پوځ د توغندیو برخې یو(۱) بلاسټیک توغندی چې تراوسه یې مخ کتنه نه ده شوي د سعودي عربستان په «خمیس مشیط» باندې ویشتل شوی  دی او په باچا خالد هوايي اډې لګیدلی دی او زیاته یې کړه دغه بلاسټیک توغندي په دقت سره په خپل هدف لګیدلی دی .
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع د هیواد د ځواکونو د بیګا شپې د توغندوي حملې د ترسره کولو د څرنګوالي په هکله وویل په باچا خالد هوايي اډې باندې برید زمونږ هیواد د کلابندۍ او د تیریګرو هیوادونو د هوايي او د ځمکنیو حملو د سختولو دوام ته ځواب دی .
که څه هم د یمن په شپږ(۶) کلن جنګ کښې دغه پیښې په ځلونو تکرار شوي دي خو اوس د دغه حالت شاته خاص هدفونه شته .
د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت د یمن پرضد د جنګ د بندولو غوښتنه کړي ده او د سعودي عربستان د  ائتلاف ملاتړ یې بند کړی دی .
د سعودي عربستان حکومت د یمن پرضد د حملو په دوام سره هڅه کوي دغه پیغام منتقل کړي چې د ماتي په درشل کښې نه دی .
له بلې خوا د یمن پوځ او ولسي کمیټیانې هم د خپلو حملو په دوام سره ال سعود ته خبرداری ورکوي چې د جنګ دوام به د سعودي عربستان په ګټه نه وي او ښه خبره دا ده چې د جنګ د بندولو لپاره د هرډول وړاندیز هرکلی وکړي .
بل مهم ټکی دا دی چې د یمن پرضد د جنګ د بندولو لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن فیصله د انساني عواطفو له کبله نه ده بلکې له هر څه زیات په دي وجه ده چې د یمن پرضد د عربستان جنګ تراوسه هیڅ بریا نه ده لرلي او د دغه جنګ دوام به یوازې د یمن د بیخ بنایانو نور تباه کیدل ځان پسې ولري او د جوبایډن فیصله په دغه جنګ کښې د امریکا د ماتي اندازه هم کموي .
امریکا د یمن پرضد جنګ کښې د سعودي عربستان د ائتلاف ملاتړ کاوه .
له بلې خوا د امریکا ولسمشر جوبایډن هڅه کوي د یمن له جنګ څخه په دنیا کښې د امریکا د څیرې د ښه کولو لپاره د یوه(۱) فرصت په توګه ګټه پورته کړي او د دغه جنګ په احتمالي پاې ته رسولو سره دغه هدف ته ورسیږي .
البته باید انتظار وکړو او وګورو چې ایا د امریکا ولسمشر جوبایډن او د هغه حکومت کولای شي خپل اعلان شوی سیاست په عملي ډول پلی کړي او هغه  له خبرو په عمل بدل کړي او که څنګه ؟
captcha