
د سامراء د عملیاتو قوماندان په یوه بیانیه کې ټینګار وکړ: په سامراء کې دیو موټر د چاودنې له امله د ۲۱ داعشیانو د وژنې په هکله راغلې خبرونه غلط دي او سره له دې چې دا خبر خوشحالونکی و، خو له بده مرغه دغه خبر ریښتیا نه دی.
ویلې کېږي ځینو رسنیو پرون سهار، د یو بمب لرونکي موټر په غلطۍ سره د بټنې په وهلو سره د داعشي ۲۱ترهګرو د هلاکت خبر ورکړې و.
په دې خبر کې راغلې و: د داعش ترهګره سازمان په یو موټر کې بمب له نصب کولو وروستو غوښتل چې هغه د د الدور ښار په جلام سامرا سیمه کې فدرال پولیسو په چوکۍ چاودنه وکړي چې دا موټر له اقدام مخې چاودنه وکړه او ۲۱ داعشیان په کې هلاک شول.
3953960