IQNA

په سامرا کې د ۲۱ داعشیانو د ژونې د خبر رد

14:46 - February 15, 2021
د خبر لمبر: 3484072
تهران (ایکنا) - د سامراء عملیاتو قوماندان، د شنبې په ورځ په یوه بیانیه کې د یو چاودونکي مواد لرونکي موټر د چاودنې او د ۲۱ داعشي ترهګرو د وژنې خبر رد کړ.

د سامراء د عملیاتو قوماندان په یوه بیانیه کې ټینګار وکړ: په سامراء کې دیو موټر د چاودنې له امله د ۲۱ داعشیانو د وژنې په هکله راغلې خبرونه غلط دي او سره له دې چې دا خبر خوشحالونکی و، خو له بده مرغه دغه خبر ریښتیا نه دی.
ویلې کېږي ځینو رسنیو پرون سهار، د یو بمب لرونکي موټر په غلطۍ سره د بټنې په وهلو سره د داعشي ۲۱ترهګرو د هلاکت خبر ورکړې و.
په دې خبر کې راغلې و: د داعش ترهګره سازمان په یو موټر کې بمب له نصب کولو وروستو غوښتل چې هغه د د الدور ښار په جلام سامرا سیمه کې فدرال پولیسو په چوکۍ چاودنه وکړي چې دا موټر له اقدام مخې چاودنه وکړه او ۲۱ داعشیان په کې هلاک شول.
3953960

captcha