IQNA

دیمن په مارب کې کابو ۱۲۰سعودي تیریګرو ته مرګ ژوبلې اوښتي

6:35 - February 17, 2021
د خبر لمبر: 3484076
تهران (ایکنا) - د بشری حقوقو او مرستندویو اورګانونو هم وئیلی دي ، ماب ښار به ډير زر د یمن له انصار ا... غورځنګ سره د اړونده ملی نجات حکومت ځواک لاسونو ته ورشي .
الصباح  الیمنی خبری سایټ  بیګا راپور ورکړی، د یمن د مارب ښار د آزادولو لپاره د دغه هیواد دپوځ او  ولسی مبارزو کمیټیو عملیات  ددغه ښار شاوخوا ته رسیدلی  او د سعودي ائيتلاف  او د تښتیدلي حکومت دځواکونو  لپاره شرائط    ډير سخت او ترینګلي شوي دي .
 د دغه راپور په اساس ، دیمن پوځ او ولسی مبارزو کمیټو ځواکونو د ماب  ښار په بیلابیلو چورلیزونو کې  په پراخو پرمختګونو سره ، په صراواح ، او الزور سټراژيتکو سیمو کې پر ځينو سیمو مسلط شوي  او د پرمختګ په حال کې دي .  له دې سره په یووخت  د سعودي ائيتلاف  دګډو عملیاتو مرکز  هم  له مارب ښار څخه  په حضرت موت کې  الودیعه سترې لارې ته منتقل شوی دی .د بشری حقوقو او مرستندویو  اورګانونو هم وئیلی دي ، ماب ښار به ډير زر د یمن  له انصار ا... غورځنګ سره د اړونده ملی نجات حکومت ځواک  لاسونو ته ورشي . په عین حال کې د صنعاء حکومتي ځواک  په آمان کې  دپاتیکیدو لپاره د مستعفي او تښتیدلي حکومت  تالی څټو ته د شاتګ وړاندیز کړی  دی .مارب ښار د  اخوانی الاصلاح عناصرو د غونډیدامرکز دی ، هغه ګوند چې د منصور هادي د تښتیدلي حکومت د پلي ځواک  اصلي برخه جوړوي . دپوځي کارپيژاندو په  وینا ،د مارب ښار آزادي د یمن دجنګ درست معادلات بدلولی شی.
farsnews
captcha