د جمعيت اصلاح د رهبرۍ غړی نصير احمد نويد وويل، حکومت او امنيتي بنسټونه بايد د هدفي وژنو لړۍ ختمه کړي او د هېواد د علمي او فرهنګي شخصيتونو امنيت دې وساتي.
هغه زياته کړه، تر هغې چې د هدفي وژنو عاملين په ډاګه نهشي، نو د دوی انصاف غوښتنه او اعتراض به دوام ولري.
د مدني ټولنو رییس اسماعیل مشعل بیا وويل، تېر ۲۰۲۰ ميلادي کال د خبريالانو، ديني عالمانو او مدني فعالانو لپاره تر ټولو خونړے کال و او حکومت بايد ځواب ورکړي چې د هدفي وژنو عاملين څوک دي.
ده زياته کړه، د کابل پوهنتون، کوثر ښوونیز مرکز او ورته نورې پېښې نه دي څېړل شوي او همدا وجه ده چې نن افغانان له دې وضعيت سره مخ دي او قرباني کيږي.
پر دې سربېره د اعتراض کوونکو په ډله کې له بغلان څخه راغلی بسمالله ذکي چې پر دواړو ښپو معيوب هم دے، وويل، له ياد ولايت څخه د انصاف غوښتنې لپاره راغلی او په دې وروستيو کې ډېر شمېر تاثير لرونکې څېري وژل شوې او وژل کيږي، خو حکومت هم په دې اړه هېڅ پاملرنه نهده کړې.
بلخوا د ولسي جرګې غړی نسيم مدبر وويل، د اعتراض کوونکو غوښتنې او وړاندیزونه یې اورېدلي او په عمومي مجلس کې به په دې اړه بحث وکړي.
له بلې خوا د خبر له مخې پرون د بګرامي ولسوالۍ اړوند د حسین خېل په سیمه کې پر امنیتي منسوبینو وسله وال برید شوے.
سرچینه زیاتوي، په دغه برید کې دوو امنیتي منسوبین وژل شوي دي.
تهران راډیو