IQNA

د سی سخت زلزلې د ټپیانو شمیر تر ۶۱ کسانو زیات شو

6:53 - February 19, 2021
د خبر لمبر: 3484085
تهران (ایکنا) - د بویراحمد او کهګیلویه د سرې سپوږمۍ مشر وویل: د وروستۍ شمیرو پر اساس د زلزلې د ژوبل شویو شمیر تر ۶۱ کسانو رسیدلی دی.
د بویراحمد او کهګیلویه د سرې سپوږمۍ مشر امان الله جهانبین د پنجشنبې په ورځ وویل: له دې شمیر اوویشت کسان یاسوج ته لیږل شوې دي.
جهانبین په دې بیان سره چې اووه کسان روغتون بستري دي، څرګنده کړه: نور کسان له درملنو ورستو رخصت شوې دي.
پرون د ایران د ایمرجنسي ادارې خبر ورکړی و چې د ایران په یاسوج او سي تخت کې د ۵.۶ ریشتر زلزلې خبر ورکړۍ و او ویلې و چې له نېکه مرغه تر دې دمه په دې زلزلې کې د وژنې کومه پېښه نده رامینځته شوې.
تهران رادیو
captcha