IQNA

د افغانستان په پلازمینه کابل کې درې چاودنې پنځه تنه مړه

7:37 - February 21, 2021
د خبر لمبر: 3484089
تهران (ایکنا) - د افغانستان پولیسو خبر ورکړ چې د دې هیواد په پلازمینه کابل کې په دریو بېلو چاودنوکې، څه کم پینځه کسانو ژوند له لاسه ورکړۍ دی.

د کابل پولیس تایید کړې چې د کابل په ښار کې د کب په دویمې درې چاودنو، څه کم پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د افغانستان د کابل پولیسو ویندوي فردوس فرامرز نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي: لومړی چاودنه نن سهار اته بجې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارلامان پر سرک پر یوه عراده کرولا ډوله موټر شوې، چې دوه تنه یې ټپیان کړي دي.
فرامرز زیاتوي دوېیمه چاودنه د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند کارته پروان سیمه کې پر یوه عراده کرولا ډوله موټر شوې چې پکې د یوې مېرمنې په ګډون دره تنه وژل شوي دي.
فرارمز همدارنګه وایي، چې درېیمه چادونه د سهال ۱۰ او ۲۰ دقیقو کې د کابل ښار د درېیمې امنیتې حوزې اړوند د پولیسو پر یو رنجر موټر شوې چې په پایله کې دوه تنه وژل شوي دي.
د حزب وحدت اسلامي ګوند د سیاسې کمېټې مشر خلیل دره صوفي وايي، په دې چاودنه کې د ده موټر په نښه شوی دی.
نوموړی له چاودنې څو شېبې مخکې له موټره کوز شوی، خو چلوونکی او ساتونکی یې پکې وژل شوي.

په وروستیو میاشتو کې د کابل په ګډون د افغانستان په ګڼو لویو ښارونو کې هدفي وژنې او د مقناطیسي ماینونو چاودنې ډېرې شوې دي چې مسئولیت چې هېڅوک نه اخلي.
تېره پنجشنبه د کابل پوهنتون ته څېرمه د شرعیاتو پوهنځي د یوه استاد مبشر مسلمیار پر موټر هم مقناطیسي ماین چاودلی و چې دی او یو محصل پکې وژل شوي وو. تر اوسه د درې واړو چاودنو مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

3955079

captcha