IQNA

د بیت المقدس دنړوالې اونۍ په مناسبت په غزې کې دقرآن سیالۍ

8:42 - March 14, 2021
د خبر لمبر: 3484155
تهران(ایکنا) - په غزې کې د اوقافوپه وزارت پوري تړلۍ دقرآن دټولوحفظ اداره دبیت المقدس اوقدس دملاتړاونۍ په مناسبت داسراء دسورې دحفظ دسیالۍ دترسره کولوخبروړکړ.

دایکنا خبري  آژانس دفلسطین الیوم په قول دغزې څانګې دقرآن دحفظ اداره په یوه بیانیه کې اعلان وکړ. دغه سیالۍ دبیت المقدس دملاتړي فعالیتونوپه اساس چې دنړیوالو اوکورنیو اداروپه ګډون سره ترسره کیږي پیل شوي دي .

 په دغه سیالۍ کې  نوم لیکل دیکشنبي په  ورځ  د۲۰۲۱ مارچ ۷ مه (دکب ۱۷) راهیسې پیل شوی اودمارچ تر ۱۵(دکب ۱۷) پورې دوام لري .

په دغه سیالۍ کې تر  ډیرو ښوکسانو  ته نقدې جایزې  ورکول کیږي اودګډون کونکوپه اړه  ارزیابي  دغزې څانګې دپنځوولایتونو د اوقافو په اداروکې ترسره کیږي.

درجب یا بزرګې میاشتې ورستۍ اونۍ (ددغه میاشتې د ۲۴تر۳۰ )د۲۰۲۱ دمارچ د۸ تر۱۴ سره سم دقدس نړیوالې اونۍ او د بیت القدس سره ملګرتیا  نومول شوې ده .

چې دغه مناسبت دصلاح الدین ایوبي (دایوبیا نو د حکومت بڼسټګر)په لاس د۵۸۳ هجريقمري  کال درجب  په ۲۷ نیټه دقدس اود مسجدالاقصی آزادول او داسرا ء پیښې او معراج سره په یووخت وو.  

اسراء اومعراج دپیامبرص له لویو معجزاتو څخه دي چې په مکې کې رامینځ ته شوې دي. د دغه سفر شرحه د اسراء(لومړی آیت ) او نجم سورې (۱تر ۱۸ آیتونه ) راغلي دي .

3958795

captcha