IQNA

قرآني آيت؛ په شمالي امریکا کې د کلنۍ کنفرانس شعار

15:49 - March 31, 2021
د خبر لمبر: 3484203
تهران (ایکنا) - د شمالي امریکا د اسلامي شورا کلنۍ کنفرانس (ICNA) سږکال د قران کریم یو آیت د شعار په توګه ټاکلې دی.

د شمالي امریکا اسلامي شورا خبر ورکړ خپل ملي کلنۍ کنفرانس به له ۲ تر ۴ اپریل ترسره کړي. پرله پسی دا دویم کال دی چې دا کنفرانس په مجازی توګه ترسره کېږي.
د دې کنفرانس په ویبپاڼه راغلي: دا یو فرصت دی چې حق تعالی مونږ ته راکړ چې خپل ټول اختیار هغه ته وسپارو او د خپل کړو په اړه فکر وکړ. راځی په دې نوې کال کې له ځان سره ژمنه وکړو ترڅو خدای یاد کړو؛ خپل ځان ته بیا کتنه وکړو او ټینګار وکړو چې په خدای به توکل کوو.
د طلاق سورې دریمه آیه ده هلته چې الله فرمایي: وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ هرڅوک چې په خدای توکل وکړي هغه ورله کافی دی. د سږ کال شعار ټاکلی شوې دی او د دې کنفرانس وینا کونکي شیخ یاسر بیرجاس، شیخ عمر سلیمان، ډاکټر الطاف حسین او زهرا بیلو دي.
د دې کنفرانس په مجازی توګه ترسره کولو پریکړه د کوویډ ۱۹ ناروغی له امله شوې ده چې اثرات یې تر اوسه په ټوله نړۍ کې لیدل کېږي او د سترو غونډو د مخنیوۍ سبب ګرځي.
3961809

captcha