IQNA

د اردن دارالافتای ځواب ورکړ؛

په روژې کې د کورونا واکسین اخیستل څه حکم لري؟

8:53 - April 01, 2021
د خبر لمبر: 3484207
تهران (ایکنا) - د اردن دارالافتای د رمضان په میاشته کې د روژې په حالت کې د کرونا د واکسین لګولو او واکسینولو په اړه د پوښتنې ځواب ورکړ.

د اردن دارالافتاءد رمضان په میاشته کې د روژې په حالت کې د کرونا د واکسین لګولو او واکسینولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل د دې واکسن لګول روژه نه باطل کوي.
د دې دارالافتاء خبر پر اساس له دې سببه چې دا واکسن د عضلاتو دی چې د روژې د باطل کیدو سبب نه ګرځي. په دې فتوا کې هم دا شان راغلي دي که یو کس د دې واکسن لګولو له امله څه عوارض ولیدل کولۍ شي خپله روژه ماته کړي تر څو ضروري دارو ترلاسه کړي.
د اردن د کرونا واکسین په ټول هیواد کې له ۱۳ جنوري پيل کړې دي.
همداشان د بحران د اسلامی چارو عالی شورا دې ته ورته خبر ورکړ، په اسلام کې د واکسین لګولو جایز دي او روژه ورسره نه باطلېږي ځکه چې د خوړو نه دي او په عضله کې ترزیق کېږي. دې شورا خلکو ته سپارښتنه کړې ترڅو خپلې، د خپلې کورنۍ او چاپیریال روغتیا لپاره واکسن ترلاسه کړي.
د بحرین د روغتیا وزارت خبر ورکړ تراوسه تقریبا ۵۰۰ زره ځایی او بهرني چې په دې هیواد کې مېشته دي کسانو ته واکسین ورکړ شوې دی.
3961953

captcha