یو شمیر د جوماتونوامامانو، دینی عالمانو او د اسلامی پوهنتون استادانو په دې کنفرانس کې چې د وري میاشتی په دیارلسمه نیټه ترسره شو، شتون لرلو.
د امامین عسکرین علیهما السلام د سپيڅلي زیارت د چارو مشر شیخ ستار المرشدی په دې اړه وویل: دا علمي کنفرانس د د امامین عسکرین علیهما السلام د سپيڅلي زیارت لخوا او د بغدارد پوهنتون د اسلامی علمونو پوهنځۍ او نورو ۲۴ پوهنځیو په مرسته او د اهل بیت علیهم اسلام د آثارو د څیړنې، مطهر سیرت او احادیثو په محور سره ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه: دا کنفرانس همداشان یو شمیر زیات د جوماتونو امامانو او د شیعیانو او اهل سنت د اوقاف ادارو د غړو او د اسلامی علمونو کارپوهانو او پوهنتونو استادانو په ګډون سره ترسره کېږي.
3962099