IQNA

11:01 - April 17, 2021
د خبر لمبر: 3484241
تهران(ایکنا) - په الکوثر نړیوال چینل کې د رمضان المبارک په مناسبت د "ان للمتقین مفازا" قرآني قرائت تلویزیوني څوارلسمه سیالۍ پيل شوه.

دا سیالۍ به د وري میاشتې له ۲۴ نیټې د الکورثر نړیوال چینل په ملاتړ سره په دغه چینل کې پيل کېږي او د رمضان تر پای پورې به د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو قاریان به پکې ګډون وکړي.
احمد السید محمود ابراهیم و مبارک عبدالفتاح محمد احمد دواړه له مصر، سید امیر هاشمی له افغانستان، عبدالرحمن احمد طیبی له الجزایر، احمد رمضانی و جواد هرندی‌زاده دواړه له ایران، علی محمد عبد له عراق، سید میلاد رضوی له آلمان و صالح عطار رؤوف د لومړۍ او دویمې شپې په سیالۍ کې له ګډون کونکو څخه و.
د مفازا قرآني سیالۍ په څوارلسمه دوره کې له اووه هیوادونو ایران، سوریه، عراق، اردن، مصر، لبنان و سودان داوران د رمضان د میاشتي په شپو کې دواري کوي.
احمد النجفی، رافع العامری، میثم التمار و ناطق الزرکانی له عراق، معتز آقایی، مهدی سیف، عباس انجام، محمدعلی دهدشتی و امیر کسمایی له ایران، سمیح عثامنه له اردن و طه عبدالوهاب، محمد کحیله، محمد عصفور او محمد جابین له مصر د دې سیالۍ له داورانو څخه دي.
همداشان رضوان درویش، عارف العسلی و نورالدین خورشید له سوریې، عادل خلیل و مصطفی الجعفری له لبنان او البدری بشاره له سودان د دې سیالۍ څارنه کوي.
3964842

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: