د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په حکم په ټول هیواد کې له بې وزله او اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د »هیڅ څوک وږې پاټې نشي« تر عنوان لاندې ترسره شو.
په اسلام آباد کې د ایران د کلتوري سازمان له مخې، د پاکستان د لومړي وزیر د ټولنیزې هوساینې او بېوزلۍ راکمولو په چار و کې مرستیالې ثانیه نشتر په دې اړه وویل: دا پروګرام به په ټول هیواد کې ترسره کېږي او تراوسه په درې ښارونو کې اجرا شوې دی.
هغې زیاته کړه: په قرآن کریم کې تر ټولو غوره عمل، له بې وزلو او اړمنو کسانو لاس نیونه ده او دا پروګرام(هیڅ څوک اوږې پاتې نشي) هم په دې لار کې د پیغمبر د سنتو او قرآن کریم د اصولو په رڼا کې اجرا شوې او حکومت هڅه کوي دا پروګرام په ښه ډول ترسره کړي.
ثانیه نشتر څرګنده کړه: درې پروګرامونه په شمول د (هیڅ څوک اوږې پاتې نشي) له بې وزرله او اړمنو کسانو ته د نقدي مرستې رسولو لپاره د حکومت له دغه کسانو د ملاتړ له پروګرامونو یو پروګرام دی.
3966857