IQNA

په کنګو کې یو بل مسلمان عالم ترور شو

22:59 - May 20, 2021
د خبر لمبر: 3484317
تهران (ایکنا) - خبري سرچینې وایي د کنګو دمکراتیک جمهوریت کې یو بل مسلمان عالم ترور شو.
خبري سرچینو خبر ورکړ چې یو مسلمان عالم د کنګو افریقایی هیواد په شرق کې د بنی په سیمه کې، د سه شنبه په ماښام په ډزو ترور شو.
دا د میلادي میاشتې له پيل راهسې په دې سیمه کې تراوسه دویم ترور دې چې جماعت الاسلامیه یې چې له کال ۲۰۱۴ تراوسه د دې هیواد د ښاریزو په خلاف بې شمیره عملیات ترسره کړې دي، نسبت ورکړې کېږي.
د بنی سیمې مشر دونات کییوانا په دې اړه وویل: شیخ موسی جمالی د ماخوستن لمانځه وروستو له جومات کور ته د ستنیدو په وخت د نامعلومه وسله والو لخوا قتل شو چې نامعلومه کسان له قتل وروستو وتښتیدل.
شیخ جمالی د جومات امام و چې د بنی ښار یې لس کلومیټره فاصله درلودله او د دې ښار له هوایی ډګر سره نږدې جوړ شوې دی او په سیمه کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یونیسکو) اصلي اډه ده.
د دې میاشتې په پیل کې د دې ښار د ستر جومات امام شبه علی امینی هم د نامعلومو کسانو په ډزو ترور شوې و.
3972675
captcha