IQNA

د دبی قرآن نړیوال جایزې بنسټ په ابوظبی کتاب نندارتون کې ګډون

14:35 - May 25, 2021
د خبر لمبر: 3484331
تهران (ایکنا) - د دبی قرآن کریم نړیوال جایزې موسسې، سږ کال د ابوظبی کتاب په نړیوال نندارتون کې فعال شتون لري.

د دبی د باچا په کلتوري او انساني چاور کې مرستیال او د دبی قرآن کریم جایزې د اړیکې د کمیټۍ مشر ابراهیم محمد بوملحه خبر ورکړ چې دا سازمان سږ کال د کرونا د مشکلات له امله چې په زیاتو فعالیتونو یې اغیزه څرګنده ده، خو سږ کال به د ابوظبي کتاب نړیوال نندارتون کې فعال شتون ولري.
هغه وویل: دا نندارتون د کتاب یو ډیر مهم نندارتون دی چې په نړۍ کې ترسره کېږي او د دبی قرآن کریم نړیوال جایزه په دې نندارتون کې د ګډون لپاره بشپړه چمتو والی لري.
بوملحه د دې قرآني مرکز د کتابونو د نشر په هکله زیاته کړه: دا مرکز له ۱۳۵ نه زیاتو موضوعاتو په بیلابیلو برخو لکه قرآني مطالعاتو، د نبوي سنت مطالعاتو، د پیغمبر صلی الله علیه و آله سیره په اړه څیړنې، فقهي مطالعات، اسلامي کلتور، د مشهورو کسانو ژوند لیک او د قرآن کریم د علمي اعجاز په هکله نشر کړې دي.
هغه په پای کې څرګنده کړه: د دبی قرآن نړیوال جایزه د قرآن له نسخو هم د روژې په مبارکې میاشته کې چې د همدې مرکز لخوا چاپ شوې دي، ویشل شوې دي. سږ کال هم له دې نندارتون لپاره د ۱۴ موضوعاتو نوې کتابو وړاندې کولو لپاره چمتو لري.
3973603

captcha