IQNA

په سویلي مراکش کې د یوه جومات بې احترامي

22:14 - June 30, 2021
د خبر لمبر: 3484395
تهران(ایکنا) - د سویلي مراکش په تزنیټ ښار کې د یو جومات د نامعلومو کسانو لخوا سپکاوی شوی.

د سه شنبې په ماښام ، یو شمیر نامعلومو  کسانو د سویلي مراکش په تزنیت ښار کې د السنة په جومات برید وکړ او د سپيڅلي ځای سپکاوی یې وکړ.
 عبادت کونکي چې جومات ته د لمانځه لپاره راغلل د جومات د دروازې مخې ته د سپکاوي صحنې سره مخ شول او سمدلاسه یې په امنیتي چارواکو غږ وکړ چې موضوع دې سمدستي وڅېړي.
 د خبري سرچینو په وینا ، د دې جومات چارواکي چې د تزنیت ښار ترټولو لوی جومات دی او هره اونۍ زرګونه لمونځ کونکي لرې، په داسې حال کې چې دغه ناوړه عمل په کلکه غندي ، د دې ښار پر امنیتي چارواکو یې غږ کړې چې د دې سپکاوي عاملین ژر تر ژره معلوم کړئ او ونیولې شي ترڅو محکمې ته وسپارل شي.
 د جومات چارواکو همدارنګه په تازنیټ کې د مراکش د اوقافو او اسلامي چارو وزارت له سیمه ایزې نمایندګۍ وغوښتل ترڅو د جومات او شاوخوا سیمو د څارنې لپاره د سي سي ټي وي کیمرې نصب کړي ترڅو د دغه ډول سپکاوي چلند مخه ونیول شي او د جومات حرمت خوندي شي.
3981070
captcha