IQNA

حامد کرزی د ایران د سوله غواړو هلو ځلو قدرونه وکړه

20:46 - July 10, 2021
د خبر لمبر: 3484413
تهران(ایکنا) -د افغانستان د حکومتي پلاوي او دطالبانو ډلې ترمینځ دوه ورځنۍ بین الافغاني  خبرې اترې  د چارشنبې او پنجشنبې په ورځ په تهران کې د یوې پایزې اعلامیې په خپریدا سره پاي ته رسیدلي دي.

ایکنا خبری اژانس  دافغانستان ټایمز له قوله راپور راکړ، د افغانستان پخوانی ولسمشر  حامدکرزی په یولړ څرګندونو کې  په تهران  کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ډلې د پلاوي ترمینځ   شوي خبرې اترې  دوسلې لپاره یو مهم ګام بللی او وئیلي ئې دي ،په تهران کې د طالبانو له استازو سره د افغان سیاسی څیرو کتنه به په افغانستان کې د سولې د بهیر د پیاوړتیا لپاره اغیزمنه وی .

کرزی وئیلي باید درستې هلې ځلې د افغانستان د  د بحران لپاره د سیاسی حل لارې د موندلو لپاره وکارول شي .

  د افغانستان پخوانی ولسمشر  همداراز د تهران د ناستې  پایزه اعلامیه چې  دواړو لورو پکې دجنګ دوام  د   افغانستان او سیمې  دامنیت لپاره جدی ګواښ بللی  هم تود هرکلی وکړ  .

داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ناحیه انواري هم  د تهران د ناستې د پایزې اعلامیې په هرکلی سره وئيلي دي ، دا غونډه د د طالبانو او افغان حکومت د پلاؤ ترمینځ د دوو اړخیزو نزدو اړیکو د رامینځةکولو  او باؤر جوړونې لپاره  ډيره اغیزشیندونکي ده  او د افغانستان  ولس هم د سولې دخبرواترو  دچټکتیا او یوې مثبتې نتیجې ته د رسیدا په تمه دي .  او د افغانستان حکومت د هرې هغې هڅې   او اقدام  چې  په هیواد کې  د سولې او ثبات د ټينګیدا او د ولس د آرامښت سبب  کیږي قدرونه او  ورځيني ملاتړ کوي . د افغانستان د حکومتي پلاوي او دطالبانو ډلې ترمینځ بین دوه ورځنۍ الافغاني  خبرې اترې  د چارشنبې او پنجشنبې په ورځې په تهران کې د یوې پایزې اعلامیې په خپریدا سره پاي ته رسیدلي دي .

3983108

captcha