ایکنا خبري آژانس د الحدیث خبری سایټ له قوله راپور راکړ، د جاپان حکومت هڅه کوي څو له مینځني ختیځ، دختیځي آسیا له هیوادونو څخه لازیات سیلانیان یا ټوریسټانو په جذبولو سره د مسلمانو ټوریسټانو دسیلناک ځاي په توګه خپل موقعیّت پیاوړی کړي .
تیر کال هم جاپان د متحده عربی اماراتو او اردن پشمول دسیمې له ډيرو هیوادونو څخه دښاریزو لپاره د ویزو د صادرولو په آسانولو سره له دغه بهیر دملاتړ لپاره یو لړ اقدامات پیل کړي دي .
جاپان اردنیانو ته د ویزې لګښت معاف کړی او د متحده عربی اماراتو ښاریز هم دا امکان لري چې د ویزو داخستو لپاره اقدام وکړي ، چې له دې لارې په درو کلونو کې څو ځله جاپان ته سفر کولی شي .
جاپان دټوریزم په برخې کې په تیره بیا د ټوکیو دالمپیک لوروپه پیلیدا سره د نړۍ له رونټیا څخه په استفادې پسې دی .
په جاپان کې یوه داخلی ټوریسټ شوساکوهینوکي په یو لړ څرګندونو کې وائي ،په دغه هیواد کې اوس د هغو ریستورانونو له پرانیستو سره لازیاته ګروهنه موجوده ده چې د مسلمانانو لپاره حلال خواړۀ تیاروي . جاپان نیّت لري ، له دې لارې په میلیونونو مسلمان ټوریسټ یا سیلانیّان جذب کړي .
3983463