IQNA

د پاکستان د شیعیانو درهبر سید عارف حسین الحسیني شهید د لنډ ژوند شرحه

19:49 - August 05, 2021
د خبر لمبر: 3484494
تهران(ایکنا) - شهید حسیني د شیعه سُني د وحدت ډېر لوي داعي وو او په هیواد کې ئې د ټولو مسلمانانو په تېره بیا د شیعه سني د وحدت لپاره کار کاوه.

په نجف اشرف او قم کې د اهل بیت ع  دمعارف  زده کړل  ، په نجف اشرف کې د اسلامي سید عارف حسین الحسینی د پاکستان د اهل تشّیع او د جعفریه غورځنګ مشر  ؤ، هغه انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمینی  یو وتلی  شاګرد بلل کید ، خو د شهید عارف حسینی یوه ځانګړنه دا وه چي هغه په پاکستان کې د ټولنو پر فرهنګي، عبادي او مذهبي اړتیاو سربیره، د خلکو په اقتصادي او روغتیایي حالاتو هم غور کوۀ .

د پاکستان د اهل تشیع دغه معنوی رهبر او ګران قدر عالم په ۱۳۶۷ کې د زمري د میاشتې په ۱۴ د پېښاور په دارالمعارف اسلامیه کې د افراط پالو له خوا په نښه او شهید کړای شو. وروسته دغه مدرسه د شهید عارف حسینی په نامه ونومول شوه.

سید عارف حسینی د ۱۳۲۵ لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په ۴ نېټه په پاکستان کې د پاراچنار  ضلعې په پیواړ کلي کې نړۍ ته سترګې ړنې کړې، د هغه پلار سید فضل حسین میا د پاراچنار یو پېژندل شوی سیّد  او روحاني  شخصیّت ؤ .

 پیواړ کلي د افغانستان او پاکستان دپولې په سر یو ستر کلی دی ،  چي اکثره پکښې علی زایی، غنډی خېل او دوپر زئ قومونه  اوسیږي،

د شهید عارف حسیني  سلسله د حضرت امام سجاد ع و زوی حسن الاصغر ته  رسیږي، له همدې امله یې خاندان په حسینی مشهوره دی او د هغه پلرونه او نیکونه د پاکستان له مشهورو مبلغینو او ساداتو څخه ګڼل کېدل.

حسینی د خپل  ماشومتوب پړاو په پاکستان کې و او قران شریف او نور ابتدایي مذهبی سبقونه ئې له خپل پلار ه زده کړل، بیا مکتب ته لاړی او له لسم  جماعت وروسته  د پاراچنار ښار په جعفریه په مدرسه کې ئې د مذهبی علومو زده کړي ته دوام ورکړ او په کمه موده کې یې د عربي د ژبي په ادبیاتو کې مهارت تر لاسه کړ، دغه ګران قدر شهید د اسلامي معارفو د تندې د ماتولو په موخه نجف اشرف ته لاړ او د هغه وخت له سترو مذهبی عالمانو څخه یې فقه او اصول درسونه زده کړ.

شید عارف حسینی د وخت په تېرېدو سره د زیاتو عالمانو په درسونو کې ګډون وکړ تر دې چي د یو کس له لوري د اسلامي انقلاب د ستر بنسټګر حضرت امام خمینی سره بلد شو او بیا ئې د هغه په درسونو کې ګډون کاوه، د حضرت امام خیمینی سره تر بلدتیا وروسته دغه شهید فرهنګي او انقلابي فعالیتونو ته مخه کړه چي د امله یې د حکومت له لورې ونیول شو او له نجف اشرف څخه وایستل شو.

هغه له دې وروسته خپل زیږنځای ته ستون شو او په پاراچنار کې په تبلیغ بوخت شو او په همدې کال یې واده وکړ.

  په ۱۳۵۳ کې یې بیا اراده وکړه چې د تعلیم لپاره نجف ته لاړ شي خو د عراق دولت ورته ویزا ورنه کړه، له دې امله په هماغه کال قم ته لاړ او د دغه حوزې له استادانو لکه  مکارم شیرازی، وحید خراسانی، تبریزی، حرم پناهی و سید کاظم حائری څخه ئې ، اصول،   فقه او تفسیر زده کړل.  هغه د شهید مرتضی مطهري له فلسفې هم ګټه پورته کړه.     

وطن ته  ئې ستنېدل

هغه وطن ته له ستنېدو وروسته  د پاراچنار په جعفریه مدرسې کې  تدریس پیل کړ ،  حسیني به له جعفریه مدرسې د جمعې په شپه د پیښور پوهنتون ته تللو او  هلته به یې د اسلامي اخلاقو درس ورکاوه.

 په ۱۳۵۸ کال  هغه له جعفري غورځنګ سره یو ځای شو او   مفتي جعفر حسین  چې د جعفري غورځنګ یو بنسټګر ؤ  دی ئې  د دغه غورځنګ د عالي شورا غړی کړ. د هغه وړتیا سبب شوه چې د ۱۳۶۲ کال په وږي میاشته کې په خپله د جعفري غورځنګ د مشر په توګه غوره شي.

 شهید حسیني له دې وروسته په پېښور کې استوګنه غوره کړه او د مسلمانانو د وحدت لپاره ئې کار پېل کړ.

هغوي په پېښور کې یوه دیني مدرسه جوړه کړه چې اوس  جامعه شهید عارف حسین الحسیني نومیږي او پکې یې طلابو  ته دیني زده کړه  ورکول کیږي. هغوی د دې تر څنګ د خپلې سیمې له ډېرو شیعه سني مشرانو سره رابطه لرله او د شیعه سني د وحدت لپاره یې د زړه له کومي کار کاوه. 

   حجت الاسلام آقای سیدعارف حسین الحسینی د نړۍ د مظلوماتو او محرومانو ملګری او د استکبار او ظالمانو دښمن و او همېشه یې په پاکستان کې د امریکا اسراییلو او نړیوال استکبار د دسیسو د اشوا کولو او د خلکو د خبرولو لپاره کار کاوه  شهید حسینی جهل او بې سوادي  د اسلامي ټولنې د شاته پاتې والي اصلي سبب بلل  او له جهل او بې سوادۍ سره د مبارزې لپاره یې مختلف فرهنګي مرکزونه جوړ کړل لکه   مدرسه دارالمعارف الاسلامیه، جامعه اهل‌البیت و انوارالمدارس.

 هغوي د خلکو فرهنګي عبادي او مذهبي اړتیاوو ته پر پام سربېره  د هغوي روغتیایي او اقتصادي  اړتیاو ته هم پام کاوه او په محرومو سیمو کې یې څو روغتونونه او کلینکونه جوړ کړل ، منجمله په پاراچنار کې علمدار شفاخانه او په کراجۍ کې یو کلینک.

 شهید عارف حسین السحیني  چې د دښمنانو دسیسې یې اشوا کولې له همدې امله د هغوي د سترګو ازعی و او د ۱۹۸۸ کال د اګست په پینځمه نیټه په مدرسه دارلمعارف اسلامي پېښور کې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو شهید کړی شو. دهغوي جنازه په پېښور کې وشوه او پاک مړی یې  په  خپل پلرني ټاټوبي پيواړکې د ښخولو لپاره  پاراچنار ته یوړل شو.

امام خمیني د هغوي په جنازه کې د شرکت لپاره یو لوړ رتبه پلاوی منجمله ایت الله جنتي پاکستان ته ولیږه او د پاکستان ولس او عالمانو ته په خطاب کې یې  په خپل پېغام کې  هغه خپل خوږ  زوی وباله .

  د پاکستان مسلمانان په تیره بیا ددغه هیواد اهل تشیَع د خپل شهید رهبر له شهادته وروسته تر دې دمه   دهغه بزرګوار شهید کلیزه  په پرتم او ولولې سره لمانځي  او دهغه افکار ئې د پاکستان دشیعیانو دحقوقو یو بنیاد ګرځولی دی

روح ئې ښاد او نامه ئې تل ژوندۍ

 لیکوال :  (سیماب)

شهید عارف حسین الحسینی  ـپاکستان +  ا مام خمینی ـ آیت الله العظمی سید  علی خامنه ای ـ نجف اشرف ـ قم ـ ا یران

captcha