
ایکنا خبری آژانس راپور راکړ ،د پاکستان مسلمانانو په تیره بیا اهل تشیَع په درست پاکستان کې دخپل ارواښاد مشر علامه عارف حسین الحسیني دشهادت د ۳۳کلیزې په مناسبت په درست هیواد کې په تیره د دغه شهید په مقتل پيښور کې او دغه راز د هغه په قبر پیواړ کلي کې پرتمینې دستورې جوړې کړي او ویناوالو د هغه شهید د یوووالي او اتحاد افکارو بانډې رڼا اچولې ده .
د شهید حسینی مینه والو همداراز په دې مناسبت له پرون راهسې د هغه په قبر باندې شپه روڼه کړې او د پاکستان د مسلمان ولس داتحاد اویووالي لپاره ئې دعا ګانې کړي دي . په دغو دستورو کې وینا والو همداراز د نړیوال استکبار په تیره بیا د امریکا او اسرائيلو په ضد دشهید افکارو په بیانولو سره وئیلي ، شهید حسینی په پاکستان کې د استعماري لړۍ په دسیسو د دغه هیواد دولس دخبرولو لپاره شپه ورځ هلې ځلې وکړې او درست مسلمانان ئې دیووالي او اتحاد ته وربلل ، باید دپاکستان مسلمان ملت دعارف حسینی د یووالي چغه او زیار ضائع نه کړي او د هغه په افکارو او چغې د لبیک په وئیلو سره د استعماري او استکباري طاقتونو په وړاندې سره یو موټی شي او اجازت ورنکړي چې په پاکستان کې دغه لړۍ د مسلمانانو وحدت او یووالی خراب کړي . دوي همدرااز پر تکفیري اوپيّلو اوغولیدلو کسانو چې د استعماري او استکباري لړۍ او دغه راز د مرتجعو په دوکو غولیدلي او دپاکستان د ولس او ددغه هیواد دګټو په ضد فعالیتونه کوي او په ملت کې درز او تفرقه اچوي غږ کړی ، د اسلامی امت په مینځ کې به هیڅکله هم تفرقه او در ز رامینځة نه کړي او هغه ورځ به ډيره زر وي چې د دوي او د دوي د اربابانو لپاره به په پاکستان کې د پټيدو ځاي هم پاتې نشي او دشهید حسینی او دهغه په شان د نورو ډيرو شهیدانو پاکه وینه به د دوي له سپيرۀ وجوده د پاکستان خاوره پاکه کړي .