IQNA

اسلامی ایران دافغانستان بشپړ خپلواکی او ثبات غواړي

19:02 - August 06, 2021
د خبر لمبر: 3484497
تهران(ایکنا) - د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د دولت او ولس بشپړ ملاتړ کوي او د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړي کېدو برخه کې هم د بشپړ ملګرتيا ډاډ ورکوي.(

 ایکنا ځلري آژانس راپور راکړ د ایراړن د اسلامي جمهوريت ولسمشر سید ابراهیم ریسی نن له خپل افغان همڅنګ اشرف غني سره په کتنه کې وویل د ایران ګاونډیان په تیره بیا افغانستان د نوي حکومت په بهرنی سیاست کې مهم ځای لری .
ښاغلی ریسی له اشرف غنی سره په دغې کتنې کې همداراز د تیرو بریاو او جمهوریت د ساتلو لپاره له افغان ولسه خپل ملاتړ اعلان او ټینګار ئې وکړ، له هغه نظامه چی پکې د لږکیو په شمول د درستو افغان ښاریزو ټول حقوق وساتل شی ، ملاتړ کوو .
په دې کتنې کې د ایران ولسمشر دغه راز وویل، دوی د افغان دولت ملاتړ کوي او د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړي کېدو برخه کې هم د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ  هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره وئيلي دي په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو ماګرتياؤ پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی او وئيلي ئې، یو پیاوړی او باثباته افغانستان د درستې سيمې،بلکې ددرستې په ګټه دی او ټول باید په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د سولې او ثبات د هلوځلو ملاتړ وکړي.

 

captcha