IQNA

ذاکران دې په محرم میاشت کې د درز اچونکو مطلبونو له بیانولو ډډه وکړي

21:45 - August 08, 2021
د خبر لمبر: 3484503
تهران(ایکنا) -دپاکستان په لاهور کې د اهل تشیَع او اهل تسنن دیني عالمانو او شخصیّتونو په یوه سیمنار کې چې په دغه ښار کې دمحرم په موضوع سره ترسره شوی ،د اهل بیت علیهم السلام ذاکرانو او مداخانو ته سپارښتنه کړې ده چې دمحرم دپروګرامونو په شپو ورځو دې له تفرقه او درز اچونکو مطلبونو اوویناؤ ډډه وکړي .

ایکنا خبری آژانس  له لاهوره راپور راکړ ،  دمحرم د میاشتې  او دغه راز دحضرت امام حسین علیه السلام او دهغه بزرګوار د وفادارو ملګرو د شهادت د کلیزې  او ویر  او ماتم په درشل کې  په لاهور کې د ایران د کلتوري خونې  مسئول  او کلتوري اتاشي  جعفر روناس ،  د شیعه او سني دیني  عالمانو اومتفکرانو په شتون سره  د اسلامی مذهبونو داتحاد په نامې سره یو سیمنار ترسره شو .

جعفر روناس  په دغه سیمنار کې پخپلې وینا کې ددې خبرې په کولو سره  چې عاشورا د خداي محوري  ،  له قرآنه دپیروۍ ، عدالت غوښتنې ، حق غوښتنې  او  انساني عزت ته د پام  په څير   د معنوي اوارزښتمنو انګیزو په درلودلو سره ، بشریّت ته د انسان جوړونې ژور پیغامونه  ورکوي ،وئیلي دي ، عاشورا  چې  پکې د خداي  درضا او دپیغمبر د امت داصلاح لپاره  قربانۍ ورکړل شوي ، د مسلمانانو داتحاد لپاره  دښې لارې  نقشه ده . 

ذاکران دې په محرم میاشت کې د درز اچونکو مطلبونو له بیانولو ډډه  وکړي

  په لاهور کې دایران دکلتوري خونې  مسئول  روښانه کړې ده ،  دغه انساني ګډولې  او  اصول  ،د حسینی  عاشورا دمکتب مهم اصولي بنیادونه شمیرل کیږي ، په دې توګه  عاشورا هم د اسلام د پيروانو   او  هم دنورو دینونو دپیروکارو او د  درستو ا نسانانو  لپاره وحدت او یوموټي کیدا پیغام لري .

  دده سیمنار نورو ویناوالو هم د بشریّت په تاریخ کې د کربلا   د زړه راښکونکي غمیزې  او د اهل بیت علیهم السلام د شهادت  دژورو اغیزو په بیانولو سره  وئیلي دي ،دکربلاغورځنګ او  حضرت امام حسین علیه السلام مظلومانه  شهادت  لامل شوی  هغه  حقیقي اسلام  چې   د له مینځه تلو په حال کې ؤ ، تر ابد پورې ا حیاء شي .

ذاکران دې په محرم میاشت کې د درز اچونکو مطلبونو له بیانولو ډډه  وکړي

په دغه سیمنار کې   داهل تسنن شخصیتونو اوعالمانو  هم پخپلو   ویناؤ کې     دمحرم میاشت په سپیڅلو شپو ورځو کې  داسلامی مذهبونو د پیروکارو ترمینځ  پر اتحاد او وحدت په ټينګار سره  وئيلي دي ، په پاکستان  کې اهل تسنن  هم  د تاسوعا اوعاشورا په شپو ورځو کې په جوماتونو، واټونو  کې  په ځانګړو دستورو  جوړولو سره  د اسلام له ګران پیغمبر  حضرت محمد مصطفی (ص) د پاک لمسي  امام حسین علیه السلام  په نسبت  خپل عشق او مینه  نندارې ته وړاندې کوي .

3989137

captcha