IQNA

دنړۍ ۳۳هیوادونه د وحي ټاټوبی ته دعمرې له ترسره کولو محرومه

21:58 - August 09, 2021
د خبر لمبر: 3484508
دنړۍ  ۳۳هیوادونه د وحي  ټاټوبی ته  دعمرې له ترسره کولو محرومه
تهران(ایکنا) - سعودي عربستان دنړۍ ۳۳هیوادونه د وحي ټاټوبی ته د عمره اداکونکو له لیږلو محرومه کړي دي . په عین حال کې د حرمین شریفیّن د چارو د ادارې مشرۍ د لومړي ځل لپاره ددغه اورګان دمرستیالۍ لپاره دوې میرمنې منصوبې کړې .

ایکنا خبری آژانس د روسیا الیوم  له قوله راپور راکړ ،دترکیې ددیني چارو وزارت پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي ، درې دیرش هیوادونه  د وحي ټاټوبي ته دعمره  اداکونکو له استولو محرومه شوي دي .  په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دي ، په زیات احتمال سره به  سعودي عربستان د دغو هیوادونو دنامو لیسټ د ورځې په اساس  اعلان کړي . 

د مصر  مصراوي خبری سایټ  هم ددغو هیوادونو نامې دخپلو سرچینو له قوله  اعلان کړی دی چې  پکې امریکا، مصر ،جنوبی افریقا، فرانسه ،ایټالیا، سویس، انګلستان،سویډ ،جرمني آرژانتین ، برازیل ، انډونیشیا، جاپان ، چین ،ترکیه، هندوستان ،پاکستان ،ایران ،لیبریا ،ګینه بیساؤ، فارو ټاپوګان ، پرتګال ، آئرلینډ ،مونټه نګرو ، مقدونیه ،نیکارا ګوئه،  هانګ کانګ، ماکائو، تایوان ،لبنان، متحده عربی امارات او کوراسائو شامل دي .

دسعودي عربستان دحج اوعمرې  وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي ، د زمري دمیاشتې  له اتلسمې یعني له ننه  به  په مسجد الحرام او مسجد النبی کې  دلمانځه ،زیارت  او دعمرې دمناسکو دترسره کولو لپاره د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه دعمرې داداکونکو  غوښتنو ترلاسه کول  سوکه سوکه پیل شي  او په پیل کې به یوازې د شپیتو  زرو  عمره کونکو  غوښتنې ومنل شي  او سوکه سوکه به دغه شمیر  په میاشت کې کابو دوو میلیون  تنو ته ورسیږي . 

 ددغه وزارت د اعلامیې په اساس ،  دعمرې د اداکولو  د مجوز صادریدا به د  اعتمرنا  اوتوکلنا په نامو سره  د دوو پروګرامونو له لارې  ترسره شي او د حاجیانو اوعمره اداکونکو دسلامتیا دساتنې پهخاطر به د کرونائي بحران  دمخنیوی  د پروټولوکولونو  ا جرا په بشپړ ډول اجرا شي .

د سعودي عربستان د  حج او   عمرې دجارو مرستیال وزیر  عبدالفتاح بن سلیمان وائي ، چې دغه وزارت د راتلونکي قمري کال  دعمره کونې له موسم څخه  تر مخکې پورې  له اړونده  لورو سره ملګرتیا کړې ده ، څود بیت الله الحرام  دجاجیانو لپاره  یو کرار او له آرامښته ډک چاپیریال  برابر شي .   هغه ټينګار کړی ، بهرني حاجیان  هم باید  دغه هیواد ته  د واریدیدو په وخت د تائيد شوو واکسنو  دمجوز په لرلو سره خپله سلامتیا تضمین کړي او هغه ټول کسان چې  د عمرې دمناسکو  دترسره کولو نیّت لري ، باید مدرک وړاندې کړي ، چې ښئ ، کرونا ضد واکسن ئې پچکاري کړی دی .

د عربستان دحرمین شریفیّن د  چارو عمومي  ریاست  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ،د لومړي ځل لپاره ئې د حرمین شریفّین د چارو د عمومي ریاست د مرستیالو په توګه دوه میرمنې منصوبې کړي دي . 

 مکې ورځپاڼې  په ټویټر کې  دخپلو کارونکو لپاره پخپلې پاڼې کې  لیکلي دي ، چې ډاکټر  العنود العبود او ډاکټر فاطمه الرشود د حرمین شریفین د چارود عمومي ریاست د  دوو مرستیالانو په توګه  منصوبې شوي دي .

 له دې مخکې د مسحد الحرام او مسحد النبي  د چارو عمومی مشر عبدالرحمن بن عبدالعزیز  وئيلي وو ،چې د پي ایچ ډي ډګرئ لرونکي  شل میرمنې ئې د حرمین شریفیّن د چارو د ریاست  په لوړروتبه څوکیو چې په مکې مکرمې کې ئې د مسجد الحرام او په مدینې منورې کې ئې د مسجد النبي  دچارو دمدیریّت  مسئولیّت  درلود ،منصوبې کړي دي .

3989319

 

captcha