IQNA

21:05 - August 11, 2021
د خبر لمبر: 3484515

د خداي بخښلي آیت الله تسخیري ؛د وحدت طلاداره کتاب مخ کتنه وشوه

تهران(ایکنا) -د ؛ طلایه دار وحدت ؛ په نامې سره د خداي بخښلي آیت الله محمد علی تسخیري د رحلت د لومړنۍکلیزې د ځانګړې خپرونې، په ایکنا خبري آژانس کې نن په یولړ دستورو کې مخ کتنه شوه . ایکنا خبري آژانس راپور ورکړ ، دغه ځانګړي خپرونه نن د کلتوري انقلاب د عالی شورا د منشي حجةالاسلام و المسلمین سید سعدی رضا عاملي ، د پوهنتوني جهاد د مشر سید حمید رضا طیبي او د قرآني فرهنګ د پراختیا د شورا دمنشي حمید محمدي او د خداي بخښلي د ورور او داسلامی ارتباطاتو او فرهنګ د ادارې دمرستیال مشر حجةالاسلام محمد جواد تسخیري او دهغه د زوي مصطفی تسخیري په شتون سره نندارې ته وړاندې شوه .

د خداي بخښلي آیت الله تسخیري ؛د وحدت طلاداره کتاب مخ کتنه وشوه

د طلایه دار وحدت نومې کتاب دوه اتیا پاڼې لري او د ایکنا خبري آژانس  په هلوځلو سره   د رایحې په نامې سره د ایکنا د تخصصي خپرونې په چوکاټ کې ، د آیت الله تسخیري د ژوند لیک  او شخصي ځانګړنو  او د ایرنیو  او اسلامی نړۍ د متفکرانو د لیدتوګو په باب د هغه دفعالیتونو په اړه په پنځو ټوکو کې بیان شوې ده

د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ دعمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم، د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه ،په جنوب ختیځي آسیا کې د مسلمانو عالمانو د ټولنې مشر عبدالغني شمس الدین ، د قفقاز د مسلمانانو د  ادارې مشر الله شکور پاشازاده  او د لندن داسلامی علومو دنړیوال پوهنتون استاد  علی رمضا الاوسي  هغه بهرني متفکران او شخصیتونه دي چې  په دغې خپرونې کې د دوي لیدتوګې  راغلي دي .  

د اسلامی مذهبونو دنزدیکت د نړیوالې ټولنې د عالی شورا مشر  او د اسلامی نړۍ په چارو کې د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود د وخت سلاکار آیت الله محمد علی تسخیري  د ۱۳۹۹لمریز کال د زمري د میاشتې په اته ویشتمه نیټه د زړه دناروغۍ له امله پ ۷۶کلنۍ کې د تهران په خاتم الانبیاء روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې .

د خداي بخښلي آیت الله تسخیري ؛د وحدت طلاداره کتاب مخ کتنه وشوه

3989964

captcha