IQNA

په افغانستان کې دشیعه او سُني وحدت بې مخینې دی

16:23 - August 13, 2021
د خبر لمبر: 3484518
تهران(ایکنا) -د عاشورا پیغام د آزادۍ پیغام ، دعزت ، سرلوړۍ او د ذلت د نه منلو پيغام دی او دغه پیغام نن سبا د افغانستان د ولس لپاره ډیر زیات اهمیّت لري .

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ  ، ا فغانستان ولسمشر اشرف غني  نن غرمه په کابل کې دولسمشرۍ په  ماڼۍ کې د عاشورا د لسیزې د درنښت په باب د شیعه عالمانو دشورا له غړو ،دجوماتونو دپلاؤ له استازو او ددیني چارو د تنظم له عالی شورا  سره په کتنې کې  ووئیل ،  اوس  باید پر ولس واضحه او روښانه کړم  چې  حکومت د اسلامی ارزښتونو اوکلتورمدافع  دی او په داسې حال کې  چې ډير  د دغه کلتور او ارزښتونو په له مینځه وړلو پسې دي .

 دافغانستان ولسمشر  ددغه هیواد پر  دینی عالمانو  غږ کړی ، دمحرم په لسیزې کې دې   د افغانستان د ولس لپاره دشیعه اوسُني   وحدت روښانه کړي او  نن د ملی پيوستون ، ملی وحدت او ملی مقاومت ورځ ده او ضروري ده چې  د غمیزو و دمخنیوي لپاره  د عاشورا له پاڅونه زده کړو .

 د افغانستان د ولسمشر  دوهم مرستیال سرور دانش هم په دغې کتنې کې د  عاشورا دشپو ورځو  په رارسیدا د افغانستان ولس ته تسلیّت ووایه او  ددغه هیواد اوسنی وضعیّت ئې  د امام  حسین  دپاڅون له وخت سره پرتله کړی او وئیلي ئې دي ، دمونږ  اوسنی وضعیّت  او شرائط  عاشورائی  شرائط لري  او باید  ورڅخه د خپلې عاشورا لپاره څه زده کړو .

parstoday.com

captcha