
ایکنا خبری آژانس راپور راکړ ، افغانستان وروستي حالات او د بیلابیلو ولایتونو په یوه بل پسې نسکوریدا ، لامل شوې چې دهغه څه په نسبت چې په دغه هیواد کې روان دي او د دخلکو امیدونه ئې پيکه کړي دي ، د بې ثباتۍ په اړه داندیښنو زیاتیدا ده .
طالبانو ته د افغانستان د جهاد د وخت د مهم کمانډر اسماعیل خان تسلیمیدا ، د تاؤتریخوالو دختمیدا په شرط سره په قدرت کې د طالبانو دشریک کولو وړاندیز او داشرف غني داستعفی احتمال او د طالبانو په شتون سره دموقته حکومت د جوړیدا ګونګوسې هغه مهمې پيښې دي چې په وروستیو څو شپو ورځو کې په افغانستان کې رامینځةشوي دي .
په نړیواله سویه د افغانستان د حالاتو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي ، دملګروملتو سرمنشي آنتونیتو ګوتریش ، د ناټو موسیسې عمومی منشي ینس سټولتنبرګ د افغانستان د حالاتو په اړه ناامیدي ښودلې او ګواښ ئې کړی که طالبان په زوره افغانستانه ونیسي ، نو نړیواله ټولنه به ئې هیڅکله هم په رسمیّت ونه پيژني . البته د ا ئې هیره کړې ده چې همدغه امریکایان او اروپایان دي چې پر افغانستان ئې لښکر کشي و کړه او له شلو کلونو وروسته ئې په منډې سره او بې مسئولیّته له دغه هیواده وتلو ته ملا وتړله او د افغانستان ولس او حکومت ئې په ماتې کشتۍ کې پريښود او له بل پلوه ئې د طالبانو په څير د ډلو ټپلو په ملاتړ سره په دغه هیواد کې حالات تر دې حده ورسول چې اوس ئې کنټرول دهر چا له لاسه په وتلو دی او طالبان ورځ تربلې په دغه هیواد کې لاپیاوړي کیږي او یا پیاوړي کولی شی ، او دا د افغانستان مظلوم ولس دی چې ددغه هیواد دحکومت او طالبانو ترمینځ د اړۍ ګړۍ بیّه پخپلو وینو سره ورکوي او مالونه او ځایونه ئې تباه کیږي او او کډه په سر په سرپنا پسې دي .