
ایکناخبری آژانس راپور راکړ د پاکستان دپلازمینې اسلام اباد پولیسو د محرم دمیاشتې د دستورو او د خلکو د تګ راتګ لپاره ځانګړی پلان په نظر کې نیولی دی او په دې لړ کې به د عزادارۍ او مجلسونو د لارو د منظمولو او د ټریفک د زیاتیدا دمخنیوي لپاره ئې په مختلفو لارو کې کابو شپږ سوه پولیسو ځاي په ځای کول په نظر کې نیولي دي .
د پاکستان د ټریفک پولیسو یوه لوړ پوړي مسئول مقام سید کرار حسین په دې باب وئيلي دي ، چې دغه ځانګړی پلان د ویر او ماتم د څه دپاسه زرو امامباړو او مرکزونو او د کابو دوه سوه موکبونو سره په ارتباط کې پرون نهائي شوی دی .
داپه داسې حال کې دي چې په درست پاکستان کې د محرم میاشتې له لومړۍ ورځې راهسې د اهل تشیَع پشمول درست مسلمانان د حسیني پاڅون په مناسبت دستورې جوړوي ، البته څو کاله کیږي ، چې ځیني تکفیري او پيّلي لوري په دغو دستورو کې د خار پار د اچولو او د خپلو اربابانو د خوشالولو لپاره دحسینی پاڅون له دستورو سره مخالفت ته راپورته شوي دي چې د پاکستان د مسلمانو یووالی او وحدت ورته کلک ځواب کیدلی شي .