IQNA

د پاکستان د اسلام اباد پولیس د محرم د شپو ورځو د دستورو لپاره ځانګړي پلانونه اجرا کوي

22:33 - August 14, 2021
د خبر لمبر: 3484521
تهران(ایکنا) - هرکال د پاکستان په ټولو ښارونو کې په تیره بیا په اسلام اباد کې د حسینی عاشورا او تاسوعا په مناسبت ځانګړي جلوسونه او پروګرامونه ترسره کیږي ، چې ددغه هیواد پولیس ورته وارمخکې امنیتی تابیاوې ټينګوي او سږکال هم په دې مناسبت ئې ځانګړي پلانونې کړي دي .

ایکناخبری آژانس راپور راکړ  د پاکستان دپلازمینې اسلام اباد پولیسو  د محرم  دمیاشتې د دستورو   او د خلکو د تګ راتګ لپاره ځانګړی پلان په نظر کې نیولی دی  او  په دې لړ کې به  د عزادارۍ  او  مجلسونو  د لارو د منظمولو او  د ټریفک د زیاتیدا دمخنیوي لپاره ئې  په مختلفو لارو کې کابو شپږ سوه پولیسو  ځاي په ځای کول په نظر کې نیولي دي .

 د پاکستان  د ټریفک پولیسو یوه لوړ پوړي مسئول مقام سید کرار حسین  په دې باب وئيلي دي ، چې دغه ځانګړی پلان د  ویر او ماتم د څه دپاسه زرو امامباړو  او مرکزونو  او د کابو دوه سوه  موکبونو  سره په ارتباط کې پرون نهائي شوی دی .

 داپه داسې حال کې دي چې  په درست پاکستان کې  د محرم میاشتې له لومړۍ ورځې راهسې  د اهل تشیَع  پشمول درست مسلمانان د حسیني پاڅون په مناسبت دستورې جوړوي  ، البته څو کاله کیږي ، چې ځیني تکفیري او پيّلي  لوري   په دغو دستورو کې د خار پار د  اچولو  او د خپلو اربابانو د خوشالولو لپاره  دحسینی پاڅون له دستورو سره مخالفت ته راپورته شوي دي چې  د پاکستان د مسلمانو یووالی او وحدت  ورته کلک ځواب کیدلی شي . 

3990349

captcha