تهران(ایکنا) - طالبانو د کابل له فتح کولو وروسته اعلان کړی جنګ نور ختم شوی دی او د نوي حکومت د جوړیدا جزیات به ډير اعلان کړي . په عین حال کې د امریکا پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ په افغانستان کې دجوبایډن دحکومت په کړچار په سختو نیوکو سره د هغه داستعفی غوښتنه کړې .

ایکناخبری اژانس د روئيټرز خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د طالبانو په لاس د کابل له فتح کیدا وروسته راپورونه ددې ښودنه وي ، چې هماغه شان ددغه هیواد هوائي ډګر له بشپړ ګډوډیو سره مخ دی او سره له دې چې امریکا اعلان کړی ، د کابل دهوائي ډګر کنټرول ئې په اختیار کې دی ، خو په ټولنیزو چینلونو کې خپره شوي تصویرونه او کلیپونه په دغه هوائي ډګر کې د خلکو د ګڼې ګوڼې او سختو بلواؤ ښودنه کوي .
فرانس پریس آژآنس هم راپور ورکړی ، ددغو خلکو دکنټرولولو لپاره امریکائي عسکرو پر خلکو ناتار ډزې هم کړي چې له امله ئې پنځه کسان وژل شوي هم دي .
په عین حال کې په قطر کې دیره د طالبانو دسیاسی دفتر یوه ویندوي سهیل شاهین پخپل ټولنیز پیغام کې ددغې ډلې پر وسلوالو غږ کړی ، څو عامو خلکو سره دې ښه چلند وکړي او یا له دوي سره دې هیڅ کار غرض نه لری . د هغه په وینا هیڅ یو طالب حق نه لري له اجازت پرته د چا کور ته داخل شي .
طالبانو په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، دنوي حکومت د جوړیدا جزیات به ډیر زر اعلان کړي . د طالبانو یوه ویندوي محمد نعیم وردک هم له الجزیره ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې وئيلي دي نن ورځ د افغانستان د ولس او طالبانو لپاره لویه ورځ ده او دوي دخپلې سرښیندنې او هڅو نتیجه ولیدله .
له دې سره په یووخت د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش د افغانستان د وروستیو حالاتو په باب دسختې اندیښنې په څرګندولو سرهع په افغانستان کې له طالبانو اونورو لورو غوښتي دي ، چې له خپلې خوا دې لازیات زغم وښئ او د عامو خلکو ژوند ته دې له خطرو رامینځةکولو ډډه وکړي .
وروستي راپورونه ښئ چې د کابل په هوائي ډګر کې حالات ترینګلي دي او امریکائي ترهه ګرو پوځیانوپر عامو خلکو چې له دغه هیواده د بهر وتلو په تکل کې دي ډزې کړي اوپه لسګونو کسانو ته ئې مرګ ژوبلې اړولي دي همداراز دا هم وئيل شوي چې ځينو لویدیځي هیوادونو خپل سفارتونه یا هوائي ډګر ته او یا هم له هوائي ډګر سره نزدو سیمو ته منتقل کړي دي . دا په داسې حال کې دي چې د ایران دا سلامی جمهوریت سفارت په کابل کې خپلو فعالیتونو او دخلکو خدمات او ورسره هرډول مرستو ته دوام ورکوي .