
ایکنا خبری آژانس راپور راکړ د افغانستان په کابل ښار کې د محرم دمیاشتې په اومې ورځې د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه دوفادارو ملګرود عزادارۍ دستورې په پرتم سره ترسره شوې .
راپور ښئ دغه دستورې نن مازدیګر د کابل په لویدیځ کې په دشت برچي کې په اونجي باغبانان سیمې کې د حسینی ویرجنو د دستو په چوکاټ کې ترسره شوې .
په دغو دستورو کې په زرګونو مینه وال او د حضرت امام حسین علیه السلام ویرجنو د کابل په واټونو کې له کرونا سره دمقابلې د روغتیائي پروټوکولونو په رعایتولو سره ، زنځیرونه ووهل او په لاسونو کې ئې شنۀ او تور بیرغونه درلودل او د امام بزرګوار او دهغه د وفادارو ملګرو په ویر کې ماتم کاوه .
د کابل ولس د نړۍ د نورو ډيرو هیوادونو د مسلمانانو په څير په نن ورځې د حضرت ابوالفضل العباس علمدار علیه السلام په یاد کې دکابل د لویدیځ په واټونو کې لاریونونه وکړل او د یا حسین ، یا ابوالفضل العباس په شعارونو سره ئې ویر او ماتم وکړ .
داپه داسې حال کې دي چې د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه بزرګوار د وفادارو ملګرو دشهادت په مناسبت د ویر او ماتم دغه دستورې دافغانستان د ولسمشرۍ ارګ ته د طالبانو ډلې د وګړو له ورتلو او دکابل ښار په شاوخوا کې دطالبانو له ځاي په ځای کیدا یوه ورځ وروسته ترسره شوې .
د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه بزرګوار د وفادارو ملګرو او حسین عاشورا دشهیدانو په یاد کې د افغانستان په مختلفو ښارونو کې د محرم د میاشتې له هماغه پیله شروع شوي او دغه دستورې به د محرم تر دیارلسمې نیټې پورې په پرتم سره دوام ولري .