IQNA

د کابل په مختلفو سیمو کې دحسنی عزادارۍ دستورې په پرتم سره دوام لري

17:16 - August 17, 2021
د خبر لمبر: 3484533
تهران(ایکنا) -د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه د وفادارو ملګرو د شهادت د ویر او ماتم دستورې د افغانستان د کابل په مختلفو سیمو کې هماغه شان دوام لري .

ایکنا خبری اژانس راپور راکړ ، د  افغانستان د کابل زیاتره  سیمې  په تورو ټوکرو پوښل شوي دي  او خلک  په کوڅو او سړکونو کې د یا حسین یاحسین او لبیک یا مهدي شعارونه ورکوي او امامباړو  ته ورځي .

دمحرم د شبو ورځو  له پيلیدا سره په یووخت د کابل په پنځمې ناحیې کې  واقع خوشحال خان کوڅې اوسیدونکو  په کورونو او  دکانونو او  کوڅو کې بیرغونه لګولي  او  دغه راز عزاداري کوي

د افغانستان د کابل خلک هم د ډيرو  هیوادونو دنورو مسلمانانو په څير  نن د محرم اتمه ورځ د حضرت ابوالفضل العباس   علمدار علیه السلام  په یاد کې  د کابل په لویدیځي ناحیې کې  په واټونو د سترو بیرغونو   په  اوچتولو سره  او یا حسین او یا ابوالفضل په شعارونو سره  ویر او  ماتم کوي .

د افغانستان په کابل کې  د عزادارۍ  دستورې په کابل کې د افغانستان د ولسمشرۍ  ماڼۍ ارګ ته دطالبانو له ورتلو وروسته  او د کابل په مختلفو سیمو کې د طالب ځواکونو په ځاي په ځاي کیدا سره  هماغه شان دوام لري او طالبانو کلک هوډ کړی چې د شیعیانو په مذهبی آزادۍکې به هیڅ ډول دخالت ونه  کړي .

همداراز طالبانو نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  په هرات او د افغانستان په نورو ښارونو کې د حسینی عزادارو امنتی تضمین کړی او وئيلي دي ، د حسین عزادارۍ په وړاندې هر ډول مزاحمت  به منع کوي او دغه شان کسان به له طالبانو سره هیڅ تړاؤ ونه لري .

ایران پریس خپري آژانس راپورورکړی

captcha