تهران(ایکنا) -په همداوروستیو کې افغانستان د یوه ستر انساني ناورین په درشل کې دی ، په میلیونونو بې پناه عام افغانان دحکومتي او طالب ځواکونو ترمینځ د وروستیو اخ وډب له امله کرارو سیمو ته کډه په سر شوي چې ممکنه ده پر ګاونډیو او نورو هیوادونو هم اغیزې وشیندي .

ایکنا خبری اژانس راپور راکړ ، په داسې حال کې چې نور هیوادونه دتیرپه شان دکډه په سر شوو افغانانو هرکلی نه کوي ، دغه کډوال د جنګ، خواړو ،،درملو او د ژوند د لومړنیو اړتیاؤ له کمښت سره مخامخ دي .













