
ایکنا خبړی آژانس راپو راکړ نن د شورو ورځ د ۱۴۴۳ قمری کال د محرم الحرام له نهمې نیټې سره سمون خوری .
په درستې نړۍ په تیره بیا په ټول ایران کې حسینی ویرجن په تاسوعا او عاشورا ورځو د ویر او ماتم په ترسره کولو سره د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین ع او د هغه حضرت د ګران ورور حضرت ابوالفضل العباس ع په شمول دهغه د وفادارو یارانو د شهادت کلیزه لمانځی .
سږکال د کرونا ویروس د خپریدا په وجه په درست ایران کې په امامباړو اوجوماتونو کې په پرانستی فضا کې او د روغتیایی پروټوکولونو په رعایتولو سره خپلې دستورې ترسره کوی .
د نړۍ د شعیانو د څلورم حضرت امام سجاد علیه سلام د حضرت ابوالفضل العباس د مقام په ستایلو کې فرمایی ، زما تره عباس حقیقتا ایثار ، جانبازی او خپل ځان له وروره قربان کړ تر دې چی لاسونه یې غوڅ شول .
نن همداراز د افغانستان ، پاکستان ، عراق ، ترکیې او نورو ډیرو هیوادونو په شمول د تاسوعای حسینی درستورې ترسره شوې
د کربلا له غمجنې پیښې او حضرت امام حسین علیه سلام او د هغه د وفادارانو یارانو له شهادته د پیړیو په تیریدا سره نه یوازې د دغې پیښې اهمیت او ځای ندې کم شوې بلکې هر څومره چی تیریږی د عاشورا پیغام له پراخیږی او د ویر او ماتم دستورې په ډیر درک او ولولې سره ترسره کیږی .
د حضرت امام حسین علیه سلام د غورځنګ درسونه د نړۍ او بشریت او درست خلقت د پراختیا په اندازه دي او هیڅکله نشی محدودیدلې