
المینار ټيلیویژنی چینل راپور راکړ ، په نجف او کربلا کې په میلیونونو مینه والو د حضرت امام حسین علیه السلام د حماسي پاڅون د شپې او ورځې دستورې په پرتم سره لمانځلي او هماغه راز دوام لري .
راپور ښئ په کربلا کې په میلیونونو حسینی عزادارو په ویر او غم کې د مظلوم امام د مظلومیّت او شهادت په مناسبت دستورې ترسره کړي دي . همداراز په نجف اشرف او کاظمین کې هم په لکونو خلکو د حضرت امام علی علیه السلام او په کاظمین کې د امامینو په سپيڅلي حرمیّن کې د یاحسین یاحسین شعارونه پورته کړل او له اهل بیت علیهم السلام سره ئې خپله مینه او عشق نندارې ته وړاندې کړ .
د ایکنا خبري آژانس درست کارکونکي هم په دې مناسبت درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .