
ایکنا خبری آژآنس د المینار ټيلیویژنی چینل له قوله راپور راکړ ، د حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه بزرګوار د وفادارو ملګرو د شهادت دکلیزې دستورې دیمن لکونو خلکو په صعده ښار کې ترسره کړې او مړه دې امریکا او مړۀ دې وي اسرائيل شعارونه پکې پورته شول .
په راپور کې وئيل شوي دي ،د یمن د صعده ښار اوسیدونکو په دې مناسبت پلې کارډونه اوچت کړی او پرې لیکلي وو، عاشورا د آزادونې کرښه ده او لاریون ته به تر قدسه دوام ورکړو ، همداراز درسته فضا د امریکا او اسرائیلو په ضد له شعارونو ډکه شوې .
راپور ښئ د یمن په نورو لسګونو واړو سترو ښارونو کې هم دحسینی عاشورا دستورې ترسره شوي او ویناوالو داسلامی امت ضد اقداماتو او انحرافاتو سره دمقابلې لپاره دحضرت اباعبدا.... الحسین علیه السلام د سرښیندنې ته اشاره کړې او وئيلي ئې دي ، اوس هم پکار ده اسلامی امت راپورته شي او د هر ډول ظلم او کړآؤ په مقابل کې د امام حسین په نقش قدم باندې ګام کیږدي او د اسلامی اقدارو او سپيڅلتیاؤ ساتنه دې وکړي . او هغه وینه چې نن سبا د مظلومو ملتونو په مځکه تویږی،له مونږه غواړي حسینی کردار ادا کړو او او دمظلومیّت چغې ته لبیک ووایو،ځکه هره مځکه کربلا ده او هره ورځ عاشورا ده