IQNA

د یمن په صعده کې دحسینی عاشورا دستورې په پرتم سره ولمانځل شوې

11:40 - August 19, 2021
د خبر لمبر: 3484538
تهران(ایکنا) - د یمن د صعده ښار اوسیدونکو په دې مناسبت پلې کارډونه اوچت کړی او پرې لیکلي وو، عاشورا د آزادونې کرښه ده او لاریون ته به تر قدسه دوام ورکړو

 ایکنا خبری آژآنس د المینار ټيلیویژنی چینل له قوله  راپور  راکړ ، د حضرت امام حسین علیه السلام  او دهغه  بزرګوار د وفادارو ملګرو د  شهادت دکلیزې دستورې  دیمن  لکونو خلکو  په صعده ښار کې ترسره کړې او مړه دې  امریکا او مړۀ دې وي اسرائيل  شعارونه پکې پورته شول .

 په راپور کې وئيل شوي دي ،د یمن د صعده ښار اوسیدونکو  په دې مناسبت پلې کارډونه اوچت کړی  او پرې لیکلي وو، عاشورا د آزادونې کرښه ده او  لاریون ته به تر قدسه دوام ورکړو ، همداراز درسته فضا د امریکا  او اسرائیلو په ضد له شعارونو ډکه شوې .

 راپور ښئ د یمن په نورو لسګونو واړو سترو ښارونو کې هم  دحسینی عاشورا دستورې ترسره شوي  او ویناوالو داسلامی امت ضد اقداماتو او انحرافاتو سره دمقابلې لپاره  دحضرت  اباعبدا.... الحسین علیه السلام د سرښیندنې ته اشاره کړې  او وئيلي ئې دي ، اوس هم پکار ده اسلامی امت راپورته شي او د هر ډول ظلم او کړآؤ په  مقابل کې د امام حسین په نقش قدم باندې ګام کیږدي او د اسلامی  اقدارو او سپيڅلتیاؤ ساتنه دې وکړي .  او هغه وینه چې نن سبا د مظلومو ملتونو په مځکه تویږی،له مونږه غواړي حسینی کردار  ادا کړو او  او دمظلومیّت  چغې ته لبیک ووایو،ځکه هره مځکه  کربلا ده  او هره ورځ عاشورا ده

captcha