IQNA

امام حسین(ع)د اسلام په تاریخ کې ترټولو ستره سرښیندنه کړې

11:50 - August 19, 2021
د خبر لمبر: 3484539
تهران(ایکنا) - طالبان دټولو مذهبونو احترام کوي او دمونږ او د اهل تشیَع ترمینځ ډير زیات مشترکات شته چې ټول ئې منو .

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ ، د طالبانو ډلې د کلتوري کمیشن مرستیال احمد ا... وثیق بیګا په یولړ څرګندونو کې  دې ته په اشارې سره چې  له شیعیانو سره دهیڅ ډول دښمني یا تضاد نه لري ، ټينګار کړی، حضرت امام حسین علیه السلام  د اسلام په تاریخ کې ترټولو ستره سرښیندنه کړې ده ، چې ترقیامته به یادیږي .

 احمد ا...وثیق وئيلي دي ومونږ  اهل تشیّع ته  اجارت ورکړی دی چې  خپلې مذهبی دستورې کې په آرام او بشپړ آزادۍ سره ترسره کړي ، ځکه چې دوي  هم افغانان دي  او هر هغه درستورې چې  ئې لري ، په آزادۍ سره ئې ترسره کولی شي . .

د طالبانو د کلتوري کمیشن مرستیال  زیاته کړې ،دمحرم دستورې ،  له دې کلونو کلونو مخکې  راهسې ترسره کیږي  او طالبانو سږکال د محرم دمیاشتې د دستورو دامنیت دتامینولو لپاره  خپلې ټولې هڅې کارولي دي .

 د طالبانو ډلې دغه لوړپوړي  مسئول مقام ټينګار کړ ی ، طالبان دټولو مذهبونو احترام کوي  او  دمونږ او  د اهل تشیَع ترمینځ ډير زیات مشترکات  شته چې ټول ئې منو .. له دې مخکې هم د طالبانو ډلې ویندوي ذبیح ا... مجاهد  هم تسنیم خبری آژانس ته وئيلي وو،  که څه هم دافغانستان  امنیتي  وضعیّت  عادي حالت نه لري ، خو طالبان ځان مسئول ګڼي ، چې  په دغه هیواد  کې د محرم دمیاشتې د دستورو امنیت تامین کړي . وروستي راپورونه ښئ چې  د افغانستان د کابل پشمول  په مختلفو سیمو کې دحسینی عاشورا د  ورځې دستورې په پرتم سره روانې  دي او خلک له کومې ویرې  او اندیښنې پرته  خپلې دستورې لمانځي .

captcha