
ایکنا خبري آژانس راپور راکړ ،د محرم د ویر او ماتم درستورې په درستې نړۍ کې پخپلو خاصومراستو او دودونو سره د اسلام د دین او شیعه مذهب دیوه سترو او مذهبی مقدساتو بدلې شوي دي . دغه دستورې پ یوې سیمې کې د اوسیدونکو شیعیانو ترمینځ چې پکې ژوند کوي ،ممکن د نورو سیمو له دستورو سره فرق ولرل شي .
دا موضوع لامل شوې د چې د هرې سیمې یو لړ خاص اجتماعي او فرهنګي اغیزې، د هرې سیمې په دغو ویرجنو دستورو کې یو ډول ترسترګو شي او همدغې چارې د محرم دستورې د عزدارۍ ل دستورو څخه پ ملی دستورو بدلې کړي دي .
تعزیه، د محرم د عزادارۍ د بیلګې په توګه په دغو دستورو کې ځانګړی ځاي لري . تعزیه هغه نمایش دی چې پکې دکربلا واقعه دهغو کسانو په لاس چې هری یو د یوه اصلي شخصیّت په توګه رول په غاړه لري ، نندارې ته وړاندې کیږي. دغ نمایش یو ډول ایرانی دشیعیانو مذهبی او سنتی نمایش دی چې زیاتره د حضرت امام حسین علیه السلام دشهادت او د اهل بیت علیهم السلام د ویر او ماتم په باب دی .
3989747